5 ځکه چې د قومونو نور ټول معبودان تش بُتان دى، خو مالِک خُدائ آسمانونه جوړ کړى دى.
په شروع کښې چې کله خُدائ پاک ټول کائنات پېدا کړو،
مالِک خُدائ دې تاسو له برکت درکړى، څوک چې د آسمان او زمکې خالق دے.
د قومونو بُتان چې د سرو زرو او سپينو نه جوړ شوى دى، د انسانانو په لاسونو جوړ شوى دى.
څوک چې دا بُتان جوړوى دوئ به هم د دې په شان وى څوک چې پرې ايمان لرى هغوئ به هم د دې په شان وى.
انسان څۀ وى چې تۀ پرې نظر ساتې، نو بنيادم څۀ وى چې تۀ يې خيال ساتې؟
ګورئ، دا ټول معبودان بېکاره دى، هغوئ هيڅ هم نۀ شى کولے، دا بُتان هسې تش کدوان دى.“
خُدائ پاک آسمانونه پېدا کړل او خوارۀ يې کړل، هغۀ زمکه او چې په دې کښې هر څۀ اوسيږى هغه يې پېدا کړل، هغۀ د زمکې ټولو خلقو له ساه او ژوند ورکړو. او اوس خُدائ پاک خپل خِدمت کوونکى ته وائى،
خو تاسو ګورئ او اورئ چې دې سړى پولوس په خپلو خبرو ګڼ خلق، نۀ صرف په اِفِسوس کښې بلکې په ټوله آسيه کښې واړول، په دې وينا سره چې د بنى آدم د لاس جوړ شوى خُدايان هډو خُدايان نۀ دى.
نو بُتانو ته د پېش کړے شوى خوراک د خوړلو په حقله مونږ پوهيږو چې په بُت کښې هيڅ رښتينوالے نشته او بغېر د يو خُدائ پاک نه بل نشته.