Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 96:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 په قومونو کښې د هغۀ د جلال اعلان وکړه، د دُنيا په ټولو خلقو کښې د هغۀ د حېرانونکى کارونو غږ وکړئ.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 96:3
15 Iomraidhean Croise  

د هغۀ د لويو کارونو په وجه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ د بې‌حده لويوالى په اندازه د هغۀ ثناء صِفت وکړئ.


ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى، د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.


اے مالِکه خُدايه، زۀ به ستا شکريه په ټولو خلقو کښې ادا کړم، زۀ به ټولو قومونو کښې ستا صِفت بيان کړم.


زۀ به يم خوشحاله او ستا له سببه خوشحالى کوم، اے خُدائ تعالىٰ زۀ به په سندرو کښې ستا د نوم ثناء صِفت کوم.


هغه فرمائى، ”زما خِدمت کوونکيه، زۀ ستا دپاره يو لوئ مقصد لرم. تۀ به نۀ صرف هغه بنى اِسرائيليان بحال کړې چې کوم ژوندى پاتې دى، بلکې زۀ به تا د قومونو دپاره رڼا وګرځوم نو چې دغه شان تۀ زما خلاصون ټولې دُنيا ته ورسوې.“


ډېر قومونه به راشى او وائى به، ”راځئ چې بره د مالِک خُدائ غر ته لاړ شُو، د يعقوب د خُدائ پاک کور ته. هغه به مونږ ته خپلې طريقې وښائى، نو چې مونږ د هغۀ په لار روان شُو.“ شريعت به صيون نه راوځى، او د خُدائ پاک کلام به د يروشلم نه راشى.


زۀ به د اِفرائيم نه جنګى ګاډۍ بوځم او جنګى آسونه به د يروشلم نه بوځم، او جنګى ليندې به ماتې کړے شى. هغه به قومونو ته د امن اعلان وکړى. د هغۀ بادشاهى به د يو سمندر نه بل سمندر پورې لويه شى او د فرات سيند نه به تر د دُنيا آخرى حدودو پورې وى.


ځکه تاسو په زمکه خوارۀ شئ او ټول قومونه زما مريدان کړئ او د پلار، د زوئ او د روحُ القُدس په نامه ورته بپتسمه ورکړئ.


او د هغۀ په نامه به ټولو قومونو ته د ګناهونو نه د توبې او د معافۍ وعظ کولے شى. چې د يروشلم نه به شروع شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan