9 چرته چې ستاسو پلار نيکونو زما جاج او آزمېښت وکړو د دې باوجود چې هغوئ هر څۀ وليدل چې ما ورله څۀ کړى وُو.
خو هغوئ په مالِک خُدائ باندې آزمېښت وکړلو، او د خُدائ تعالىٰ خلاف يې سرکشى وکړه او دوئ د هغۀ د حُکمونو خيال ونۀ ساتلو.
چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.
کۀ چرې ما د هغوئ په مينځ کښې داسې کارونه نۀ وے کړے کوم چې بل هيچا هم نۀ دى کړى نو هغوئ به مجرم نۀ وے، خو اوس هغوئ دا وليدل او مونږ پلار زوئ دواړو نه نفرت کوى.
مونږ دې د مسيح آزمېښت ونۀ کړُو لکه څنګه چې په هغوئ کښې ځينو کړے وو او بيا مارانو هلاک کړل.
تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.