Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 95:8 - Pakistani Yousafzai Pashto

8 نو خپل زړونه هغه شان مۀ سختوئ لکه څنګه چې تاسو په مريبه کښې سخت کړى وُو، او لکه څنګه چې تاسو د مسه په بيابان کښې سخت کړى وُو،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 95:8
18 Iomraidhean Croise  

نو په دې وجه خلق د موسىٰ سره په جګړه شول او وې وئيل، ”مونږ له د څښلو اوبۀ راکړه.“ موسىٰ دوئ ته وفرمائيل، ”تاسو ولې ما سره په جګړه يئ؟ تاسو ولې مالِک خُدائ په آزمېښت کښې اچوئ؟“


نو هغۀ په دغه ځائ مسه (يعنې آزمېښت) او مريبه (يعنې جګړه) نوم کېښودو، ځکه چې بنى اِسرائيل په جګړه شول او مالِک خُدائ يې په آزمېښت کښې واچولو چې وې وئيل، ”مالِک خُدائ زمونږ مل دے کۀ نۀ دے؟“


فِرعون چې کله دا وليدل چې خېر شو، نو هغۀ بيا خپل زړۀ سخت کړو، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى وُو، چې فِرعون به د موسىٰ او هارون خبره نۀ اورى.


خو کله چې د هغۀ زړۀ مغروره شو، او کبر يې اختيار کړو، نو هغه د خپلې بادشاهۍ تخت نه کوز کړے شو او هغه د خپل عزت نه محروم کړے شو.


مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”دا خلق به تر کومې پورې زما نه نفرت کوى؟ او په ما باندې به اعتماد نۀ کوى، اګر چې د هغوئ په مينځ کښې ما ډېرې معجزې کړې دى؟


چې د دې خلقو نه يو کس به هم هغه مُلک ته داخل نۀ شى. هغوئ زما د حضور جلال او هغه معجزې هم ليدلې دى چې ما په مِصر کښې او په صحرا کښې کړې دى، خو هغوئ بيا بيا زما د صبر امتحان اخستے دے او زما د منلو نه يې اِنکار کړے دے.


”دا خراب خلق به تر کومې پورې زما خِلاف شکايت کوى؟ ما دا شکايتونه ډېر زيات اورېدلى دى.


د دې ځائ نوم د مريبه اوبۀ شو، ځکه چې بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف شکايت وکړو او هغۀ ورته هلته وښودل چې هغه مقدس دے.


خو ځينى ډېر ضدناک وُو او ايمان راوړلو نه يې اِنکار وکړو او د جماعت په وړاندې يې د خُدائ پاک لارې ته بدرد وئيل. نو پولوس هغوئ نه لاړو او خپل مريدان يې د ځان سره بوتلل او هره ورځ به يې د تورنوس په سکول هال کښې بحث کولو.


بلکې تاسو د خپل سخت او ناتوبه ګاره زړونو په وسيله د خپل ځان دپاره د خُدائ پاک د قهر د ورځې غضب زياتوئ کله چې به د خُدائ رښتونے عدالت شروع شى.


تاسو په خپل مالِک خُدائ آزمېښت مۀ کوئ، لکه څنګه چې تاسو هغه په مسه کښې وآزمائيلو.


نو پس خبردار شئ چې د هغۀ نه اِنکار ونۀ کړئ څوک چې تاسو ته کلام کوى. نو بيا هغه خلقو ته چې د خُدائ پاک کلام په زمکه اورولے شو، چې هغوئ رد کړو نو بچ نۀ شول، نو هغه پېغام چې د آسمان نه اورولے کيږى کۀ د هغۀ نه مخ اړوُو نو څنګه به بچ شُو؟


بلکې هره ورځ يو بل له خبردارے ورکوئ، ترڅو چې نن ورځ ده نو چې په تاسو کښې څوک د ګناه د فريب په وجه سخت زړۀ نۀ شى.


اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے.


تاسو ضديان ولې جوړېږئ څنګه چې فِرعون او مِصريان وُو؟ هغه مۀ هېروئ چې خُدائ پاک هغوئ له څومره سخته سزا ورکړه، تر دې وخت پورې چې هغوئ بنى اِسرائيليان پرېښودل چې د مِصر نه لاړ شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan