Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 95:5 - Pakistani Yousafzai Pashto

5 سمندرونه د هغۀ دى ځکه چې هغۀ جوړ کړى دى. او د هغۀ لاسونو اوچه زمکه پېدا کړې ده.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 95:5
9 Iomraidhean Croise  

هغوئ د مالِک خُدائ کارونه وليدل، او د هغۀ عجيبه کارونه يې په ډوبو ځايونو کښې وليدل.


ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.


هغۀ د سمندر اوبۀ په يو ځائ جمع کړى دى، هغۀ د سمندر اوبۀ په ذخيرو کښې بندې کړې دى.


د هغې نه وړاندې چې لا خُدائ پاک زمکه او د هغې پټى او لا نۀ يې د دُنيا خاوره پېدا کړې وه چې زۀ پېدا وم.


او کله چې هغۀ سمندر ته حد مقرر کړو، ترڅو چې اوبۀ د هغۀ د حُکم نه يو قدم هم زيات وانۀ خلى، او کله چې هغۀ د زمکې بنيادونه کېښودل نو زۀ هلته وم.


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


هغۀ جواب ورکړو، ”زۀ عبرانے يم او زۀ د مالِک خُدائ عبادت کوم، د آسمانى خُدائ پاک، چا چې زمکه او سمندر پېدا کړى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan