Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 95:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 د زمکې ژوروالے د هغۀ په لاس کښې دے، د غرونو ټولې څُوکې د هغۀ دى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 95:4
11 Iomraidhean Croise  

کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟


هغه ناڅاپه غرونه خوځوى، او په غصه کښې يې تباه کوى،


مالِک خُدائ هغه څۀ کوى څۀ چې هغه خوشحالوى، په ټوله زمکه او آسمانونو کښې، په سمندرونو کښې او د هغۀ په ټولو ژورو ځايونو کښې.


تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.


تا چې غرونه په خپل زور ودرولې دى، خپل ځان دې په طاقت سمبال کړے دے.


کۀ څۀ هم تا زۀ د ډېرو سختو سره مخ کړم، تۀ به دوباره ما ژوندے کړې، او د زمکې د ژورې کندې نه به مې راوباسې.


د مالِک خُدائ په وړاندې غرونه لکه موم داسې ويلى کيږى، د ټولې دُنيا د مالِک خُدائ په مخکښې داسې کيږى.


غرونه د هغۀ لاندې ويلى کيږى، او وادۍ په مينځ شليږى، څنګه چې موم د اور په وړاندې ويلى کيږى، څنګه چې اوبۀ د اوچت ځايونو نه لاندې راځى.


د هغۀ د وړاندې غرونه لړزيږى، او غونډۍ ويلى کيږى. او زمکه د هغۀ په حضور کښې لړزيږى، دُنيا او هر هغه څوک چې په کښې اوسيږى.


غرونو تۀ وليدلې او ولړزېدل، د اوبو سېلابونه وبهېدل، ژورو اوبو شور جوړ کړو، او خپلې چپې يې اوچتې کړې.


هغه چې ودرېدو، او زمکه يې خوځوله، هغۀ کتل او قومونه يې لړزول. پخوانى غرونه ذرې ذرې کېدل، او د ډيرې زمانې غونډۍ راغورزېدلې. د شروع نه د هغۀ تلل داسې دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan