3 ځکه چې مالِک خُدائ لوئ خُدائ پاک دے، هغه د ټولو معبودانو نه زورَور او لوئ بادشاه دے.
عزرا وفرمائيل، ”د مالِک خُدائ د لوئ خُدائ پاک ثناء صِفت دې وى.“ نو ټولو خلقو خپل لاسونه اوچت کړل او وې وئيل، ”آمين، آمين.“ هغوئ په عبادت کښې ټيټ شول او په زمکه يې مالِک خُدائ ته سجده ولګوله.
اے زما روحه، د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړه. اے مالِکه خُدايه، تۀ ډېر لوئ يې زما پاکه خُدايه، تا د شان او شوکت او لويئ جامې اچولې دى.
زۀ پوهېږم چې مالِک خُدائ لوئ دے، زمونږ مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے.
مالِک خُدائ لوئ دے او د ډېر ثناء صِفت قابل دے، د هغۀ لوئى هيڅوک هم معلومولے نۀ شى.
مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے، هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے.
هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل، او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.
ځکه چې مالِک خُدائ لوئ دے او د ثناء صِفت لائق دے، د ټولو معبودانو نه د هغۀ زياته يره په کار ده.
ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.
په هغه شپه به زۀ د مِصر مُلک نه تېرېږم او هر وړومبے پېدا شوے نر انسان او حېوان به ووژنم او د مِصر ټولو معبودانو له به سزا ورکړم، زۀ مالِک خُدائ يم.
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
مۀ يرېږئ، چې ونۀ يرېږئ. ولې ما تاسو ته ډېر مخکښې نۀ وُو وئيلى چې څۀ به کيږى؟ تاسو زما ګواهان يئ. بل خُدائ پاک شته څۀ؟ بل د پناه ځائ نشته چې زۀ ترې نه خبر يم.“
د دُنيا بادشاه د چا نوم چې مالِک خُدائ ربُ الافواج دے فرمائى چې، زما دې په خپل ذات قسم وى چې، يو کس څوک چې د مِصر خلاف راروان دے هغه لکه څنګه چې د تبور غر لوړ دے، او لکه څنګه چې د کرمل غر د سمندر په غاړه لوړ دے.
موآب به تباه شى او د هغۀ ښارونه به قبضه کړے شى. د هغۀ ښائسته زلمى به حلالېدو دپاره بوتلے شى، دا د هغه بادشاه فرمان دے چې د چا نوم مالِک خُدائ ربُ الافواج دے.
نو اوس، زۀ نبوکدنضر، د آسمان د بادشاه ثناء صِفت او لوئى بيانوم، ځکه څۀ چې هغه کوى هغه صحيح دى او د هغۀ ټول کارونه د اِنصاف دى. او هغوئ څوک چې کبر او لوئى کوى نو هغه يې عاجز کولے شى.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“
او نۀ په زمکه ځکه چې دا د هغۀ د پښو چوکۍ ده، او نۀ په يروشلم ځکه چې دا د لوئ بادشاه ښار دے،
نو د دې خلقو نه مۀ يرېږئ. مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو مل دے، خُدائ پاک لوئ او يروونکے دے.