2 راځئ چې په شُکر ګزارۍ سره د هغۀ حضور ته راشو، او د هغۀ د حمدوثناء سندرې ووايو.
او د خوشحالۍ سره د مالِک خُدائ عبادت وکړئ، او د خوشحالۍ په سندرو سره د هغۀ په وړاندې حاضر شئ.
د هغۀ در ته د شُکر ګزارۍ سره ورننوځئ، او د هغۀ دربار ته د ثناء صِفت کولو سره ورننوځئ، د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ او د هغۀ د نوم ثناء صِفت وکړئ.
هغۀ ته سرود ووايئ او د هغۀ ثناء صِفت وکړئ، او د هغۀ ټول عجيبه کارونه وستايئ.
اے مالِکه، راپاڅه، ودرېږه د دوئ خلاف، په ګوډو کړه شريران، ما د خپلې تُورې په زور له بدعملو نه بچ کړه.
راغونډ کړه ټول قومونه خپل ځان ته، د خپل عرش نه په هغوئ بادشاهى وکړه.
سازونه وغږوئ او تمبل ووهئ، د رباب او سريندې سازونه وغږوئ.
اے د زمکې ټولو خلقو، مالِک خُدائ ته خوشحالى وکړئ، د خوشحالۍ په آوازونو او ساز سره ورته سندرې ووايئ،
”زۀ د څۀ سره د مالِک خُدائ د وړاندې راشم او د لوئ خُدائ پاک په وړاندې سجده وکړم؟ آيا زۀ د هغۀ په وړاندې د يو کلن سخو د سوزېدونکو قربانو سره راشم؟
په خپلو کښې يو بل سره زبورونه، حمدونه او روحانى سندرې وايئ، او په خپلو زړُونو کښې مالِک ته سندرې او سرودونه وايئ.
کۀ په تاسو کښې څوک په تکليف کښې وى نو دُعا دې وغواړى، کۀ خوشحاله وى نو هغوئ دې ثنا ووائى.