8 اے د قوم بېعقله خلقو ځان خبر کړئ، اے ناپوهه خلقو تاسو به کله خپل ځان هوښياروئ؟
نو ټول خلق به ووينى چې پوهان هم مړۀ کيږى، جاهلان او بېوقوفان به يو ځائ هلاک شى. او د ټولو نه به مال دولت نورو ته پاتې شى
زۀ څومره بېاحساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بېعقله ځناور په شان ښکاره کېدم.
بېاحساسه خلق په دې نۀ پوهيږى، او کم عقل په دې نۀ پوهيږى.
”جاهله خلقو، تاسو به تر کومې پورې ساده ګان يئ؟ ترڅو پورې به تاسو مسخره کوونکى په خپلو مسخرو کښې خوشحاله يئ؟ ترڅو پورې به تاسو بېوقوفان عِلم نه نفرت کوئ؟
څوک چې اصلاح سره مينه لرى هغه د پوهې سره مينه لرى، خو چې څوک اصلاح نه نفرت کوى هغه کم عقل دے.
اے ساده خلقو، احتياط زده کړئ، اے بېوقوفو. عقل حاصل کړئ.
د ونو څانګې اوچې شوې او ماتې شوې دى او ښځې يې د خشاک په توګه راغونډوى. خلق په هيڅ څيز باندې هم ځان نه پوهوى نو په دې وجه چا چې هغوئ پېدا کړى دى ورباندې هيڅ رحم نۀ کوى، چا چې هغوئ تخليق کړى دى ورباندې هيڅ ترس نۀ کوى.
هغوئ ټول کم عقل او بېوقوفه دى، ځکه هغوئ چې د څۀ عبادت کوى هغه د لرګى نه جوړ شوى دى.
داسې څوک هم نشته چې هوښيار وى، داسې هيڅوک نشته چې د خُدائ پاک لټون کوى.
کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.
ځکه چې مونږ هم اول ناپوهه، نافرمانه، ګمراه او د قِسما قِسم خواهشاتو او د عېش و عشرت غلامان وُو او په بدخواهۍ او په حسد کښې مو ژوند تېرولو، هر چا زمونږ نه نفرت کولو او مونږ هم د هغوئ نه نفرت کولو.