7 دوئ وائى چې، ”مالِک خُدائ دا نۀ ګورى، او د يعقوب خُدائ پاک پام نۀ کوى.“
وګورئ چې د خپلو خُلو نه څنګه ګډې وډې نوستل کوى، د دوئ ژبې لکه د تېرو تُورو په شان غوڅول کوى، دوئ په زړۀ کښې وائى چې، ”څوک هم مونږ نه خبر نۀ دى.“
څوک چې د مالِک خُدائ نه د خپلو منصوبو د پټولو کوشش کوى نو په هغوئ افسوس. هغوئ په پټه باندې منصوبې جوړوى او خيال يې دا وى چې، ”څوک به مونږ وينى او څوک به مونږ وپېژنى؟“
تا خپل ځان په بدعملۍ کښې محفوظ وګڼلو، ستا خيال دا وو چې هيڅ څوک دې نۀ وينى. خپل حِکمت او پوهې تۀ بېلارې کړې، او تا د خپل ځان سره ووئيل چې، ”هم زۀ يم. او زما نه بغېر بل څوک نشته.“
نو بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل چې، ”اے بنى آدمه، تا هغه څۀ وليدل کوم چې د اِسرائيلو مشرانو په تيارۀ کوټه کښې هر يو د خپل معبود د زيارت دپاره کول؟ هغوئ دا وائى چې، مالِک خُدائ مونږ نۀ وينى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے.“
نو بيا هغۀ ما ته وفرمائيل چې، ”د اِسرائيل او د يهوداه د خلقو ګناهونه ډېر بېحده غټ دى، مُلک د قتل و غارت نه ډک دے او ښار د بېاِنصافۍ نه ډک دے. هغوئ وائى، مالِک خُدائ دا مُلک پرېښے دے، مالِک خُدائ دا نۀ وينى.
زۀ به ډيوه په لاس ګوټ په ګوټ په يروشلم کښې وګرځم. زۀ به هغه خلقو له سزا ورکړم چې په خپل ځان مطمئن دى، هغه څوک چې دا سوچ کوى چې مالِک خُدائ به مونږ سره نۀ ښۀ کوى او نۀ بد.