5 اے مالِکه خُدايه، دوئ ستا خلق تباه کوى، هغوئ ستا په ميراث باندې ظلمونه کوى.
ولې دوئ نۀ زده کوى څوک چې دى بدکاران، دوئ خورى لکه روټۍ زما خلق انسانان مالِک ته به د دُعا فکر ونۀ کړى دا بدکاران؟
خو مونږ ستا دپاره ټوله ورځ د مرګ سره مخ کيږُو، د خلقو په نظر کښې مونږ د حلالونکو ګډو په شان ګڼلے کيږُو.
ګنې ما به د ازمرى په شانې وشلوى ټوټې به مې کړى، هيڅ څوک به مې نۀ وى چې د هغوئ نه ما بچ کړى.
او هغوئ په خپلو زړونو کښې وائى چې، ”مونږ به دوئ بلکل چخڼى کړُو.“ دوئ هغه ټول ځايونه وسوزول کوم ځائ به چې د خُدائ پاک عبادت کېدو.
ځکه چې هغوئ د يعقوب اولاد لواړ تير کړے دے او مُلک يې ورله په کنډرو بدل کړے دے.
تاسو دا حق نۀ لرئ چې زما خلقو له رګړه ورکړئ او د غريبانانو پوزې زمکې پورې راکاږئ. ما مالِک خُدائ، ربُ الافواج دا فرمائيلى دى.“
مالِک خُدائ فرمائى، ”او په بابل کښې هم هغه کار شوے دے يعنې، زما خلق قېديان دى او د هغوئ په سر هيڅ پېسې نۀ دى ورکړے شوې. څوک چې په هغوئ حکومت کوى نو هغوئ هر وخت زما د نوم سپکاوے کوى.
خو ستاسو سترګې او زړۀ صرف د ناروا پېسو ګټلو طرف ته متوجه شوى دى، د بېګناه خلقو وينه توئيوئ او دلته په هغوئ باندې ظلم او زياتے کوئ.“
”اے بابليانو تاسو چا چې زما غوره شوے قوم تالا والا کړو، او اوس په خپلو کښې خندا خوشحالى کوئ، تاسو د هغه سخى په شان ټوپونه وهئ کله چې هغه د موږى نه آزاد شى او د آس په شان هڼېږئ،
”نبوکدنضر د بابل بادشاه مونږ لواړ تېر کړُو، او هغۀ مونږ سرګردانه او مات کړُو، هغۀ مونږ لکه د تش منګى په شان يوې خوا ته وغورزولو. لکه د ښامار په شان يې تېر کړُو او زمونږ د ښو غوښو نه يې خپله ګېډه ډکه کړه، او نوره يې بيا د خولې نه تُو کړه.“
کله چې يو سړے په عدالت کښې څوک د اِنصاف نه محروموى، ولې مالِک داسې ظلم نۀ ګورى؟
په تا کښې هغوئ د خپل پلار او مور سپکاوے وکړو، په تا کښې هغوئ په مسافرو ظلم وکړو او په کونډو او يتيمانو يې زور زبردستى وکړه.
او زۀ به خپل دوه ګواهان د ټاټ جامې اغوستې د پېشګويۍ دپاره مقرر کړم او دوئ به تر دولس سوه شپېتو ورځو پورې نبوت کوى.“
او ما وليدل چې هغه ښځه د مقدسينو په وينه او د عيسىٰ د شهيدانو په وينه په نشه وه. کله چې ما هغه وليده نو زۀ ډېر حېران شوم.