22 خو مالِک خُدائ زما پناه ګاه ده، او خُدائ پاک زما ګټ دے په چا کښې چې زۀ پناه اخلم.
مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.
پاکه خُدايه تۀ زما زور يې، زما سترګې تا ته دى، خو هم دا تۀ زما پناه ګاه يې.
هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے، او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.
هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.
اے خلقو هر وخت هغۀ باندې يقين ساتئ. تاسو هغۀ ته د خپل زړۀ مشکل بيانوئ، ځکه چې خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.
د مظلومانو دپاره مالِک خُدائ د امان ځائ دے، په وخت د مصيبت هغه مضبوط د پناه ځائ دے.
څوک چې قومونه سموى نو سزا نۀ شى ورکولے څۀ؟ څوک چې انسان ته پوهه ورکوى په خپله به ناپوهه وى څۀ؟
نو بيا به دا خلق په اوچتو ځايونو کښې اوسيږى، هغوئ به دومره محفوظ وى لکه څومره چې په غرونو باندې پَخو قلعو کښې محفوظ وى. هغوئ ته به روټۍ ملاويږى او د اوبو به هيڅ کمے نۀ راځى.