19 کله چې زما د زړۀ بېقرارى ډېره زياته شوه، نو ستا تسلۍ زما روح ته خوشحالى راوړه.
د دُنيا د آخر نه تا ته نعرې وهم، کله چې زړۀ زما بېحاله شى. اوچت ګټ ته مې بوځه او ما ته هلته پناه راکړه.
زۀ بار بار د هغۀ په حقله سوچ کوم او زما روح په ما کښې پرېشانه دے.
”مالِک خُدائ زما نصيب دے،“ او زۀ خپل ځان ته دا وايم، ”نو په دې وجه زۀ به د هغۀ نه اُميد ساتم.“