Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 94:13 - Pakistani Yousafzai Pashto

13 تۀ هغۀ ته په سختو ورځو کښې آرام ورکوې، ترڅو چې بدعملو له کنده کنستلے شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 94:13
16 Iomraidhean Croise  

کۀ خُدائ پاک خاموش وى، نو څوک ورباندې اِعتراض کولے شى څۀ؟ کله چې هغه پناه شى، نو څوک يې ليدلے شى، کۀ هغه يو کس وى او کۀ قوم وى.


نو زۀ به ولې يرېږمه کۀ سخته په ما راشى، کله چې د دوکه مارو په شرارتونو کښې راګېر شم.


خو، اے پاکه خُدايه، تۀ په خپله د تباهۍ په کنده کښې وغورزوې شريران، په ځوانۍ کښې به مړۀ شى دوکه ماران او قاتلان. خو زۀ به لرم په تا باندې ايمان.


قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.


ولې هغوئ د ښو بدله په بدو سره ورکوى څۀ؟ اوس خو هغوئ زما د وژلو دپاره کنده کنستلې ده. هغه وخت راياد کړه چې زۀ به ستا په حضور کښې ودرېدم او د هغوئ سفارش به مې تاسو ته کولو چې په هغوئ باندې خپل قهر او غضب مۀ نازلوه.


پرېږده چې ناګهانه په هغوئ جنګى سپاهيان ورننوځى، او د هغوئ د کورونو نه دې چغې او سورې واورېدلے شى. ځکه چې هغوئ زما دپاره کنده کنستلې ده او پټ دام يې راته خور کړے دے.


ما واورېدل او زړۀ مې په رپېدو شو، زما شونډې په هغه آواز سره په رپېدو شوې، زما هډُوکى وراستۀ شول، او زما پښې په لړزېدو شوې. تر اوسه زۀ د مصيبت د هغه ورځې په صبر سره انتظار کوم چې په هغه قوم به راشى څوک چې په مونږ حمله کوى.


نو بيا د خُدائ پاک د خلقو دپاره د سبت ورځ د آرام ورځ تر اوسه انتظار کوى.


نو مالِک پوهيږى چې څنګه دينداران د آزمېښت نه بچ کړى او بدکاران د عدالت تر ورځې پورې په سزا کښې وساتى،


قومونه د قهر نه ډک شوى دى خو اوس ستا د قهر وخت راغلے دے، دا د مړو د عدالت کولو وخت دے. ستا د خادِمانو نبيانو د اجر وخت او ستا د مقدسينو او د هغه ټولو خلقو د لويو نه واخله تر وړو پورې د اجر ورکولو وخت راغلے دے، څوک چې ستا د نوم نه يرېدل. او دا اوس د هغوئ د تباه کېدلو وخت دے چا چې په زمکه کښې تباهى راوستله.“


نو بيا ما د آسمان نه يو آواز واورېدو چې وئيل يې، ”دا وليکه، بختور دى هغه څوک چې د دې نه پس به په مالِک کښې مړۀ کيږى.“ او روحُ القُدس فرمائى چې، ”بې‌شکه بختور دى ځکه چې له دې نه پس به هغوئ د کړېدو نه په آرام وى، ولې چې د دوئ نيک عملونه به ورسره ملګرى وى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan