Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 93:4 - Pakistani Yousafzai Pashto

4 مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 93:4
9 Iomraidhean Croise  

او ورته مې ووئيل چې د دې نه وړاندې به نۀ راځې، او ستا زورَورې چپې دې دلته ايسارې شى.


آواز د مالِک خُدائ ډېر زورَور دے، د مالِک خُدائ د آواز لوئ شان دے.


ستا په حُکم د سمندر زورَورى چپې او موجونه قلاريږى، او هم ستا په حُکم د قومونو چغې سورې په قلاريږى.


په ټولو آسمانونو کښې داسې بل څوک نشته لکه د مالِک خُدائ په شان، په آسمانى مخلوق کښې څوک داسې نشته لکه د مالِک خُدائ په شان.


تۀ په غړمبېدونکو سمندرونو بادشاهى کوې، او تۀ د هغوئ چپې او موجونه آراموې.


خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.


مالِک خُدائ فرمائى، تاسو به زما نه نۀ يرېږئ څۀ؟ تاسو به زما په حضور کښې د يرې نه نۀ ريږدېږئ څۀ؟ ما د سمندر دپاره د شګو حد مقرر کړے دے، دا مې ورته ابدى او پوخ حد مقرر کړے دے. کله چې سمندر په زور او مستۍ کښې هم راشى او د هغې چپې ډېر شور او زور هم وکړى خو بيا هم د مقرر شوى حد نه نۀ شى اوړېدلے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan