9 په يقين سره ستا دشمنان به مالِکه خُدايه تباه شى، او ټول بدکاران به تالا والا شى،
خو بدعمله داسې نۀ دى، دوئ لکه د بوسو په شان وى، د هوا سره الوځى په ځائ به پاتې نۀ شى.
تۀ به راپاڅې او په صيون ښار به رحم وکړې، او هغه وخت رارسېدلے دے چې خپل احسان دې ورته ښکاره کړې، او مقرر شوے وخت رارسېدلے دے.
په شروع کښې تا د زمکې بنيادونه کېښودل، آسمانونه ستا د لاس کارونه دى.
خو بدکاران به فنا شى، او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى، او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.
خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،
مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى، او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه، او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى. هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.
څوک چې تا نه لرې دى هغوئ به تباه شى، او هغوئ چې تا سره وفادار نۀ وى نو تباه به شى.
تا د سمندر بلا ووهله او هغه دې چخڼى کړه، تا خپل دشمنان په خپلو قوى مټو سره خوارۀ وارۀ کړل.
ځکه تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ټوله زمکه باندې د ټولو نه اوچت يې، او تۀ په ټولو معبودانو کښې د ټولو نه ښۀ او اوچت يې.
اګر کۀ هغوئ د سمندر د تېزو چپو په شان شور کوى، خو خُدائ پاک به هغوئ خاموش کړى او هغوئ به وتښتى. هغوئ به داسې تښتى لکه څنګه چې هوا بوس زغلى، يا څنګه چې دوړې په طوفان کښې الوځى.
ستا د خلقو يوه حِصه به په وبا او قحط په تا کښې دننه مړۀ شى، او دوېمه حِصه خلق به دې د ښار د دېوالونو نه بهر په تُوره باندې قتل کړے شى، او درېمه حِصه به زۀ په هوا کښې خوارۀ کړم او په خپله تُوره به يې راګېر کړم.
زۀ به په تاسو جنګ راولم او په پردو مُلکونو کښې به مو خوارۀ وارۀ کړم. ستاسو مُلک به خوشے پاتې شى او ستاسو ښارونه به وران ويجاړ شى.
چې کله به هم د لوظ صندوق روان شو، نو موسىٰ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، پاڅه، خپل دشمنان خوارۀ وارۀ کړه او هغه خلق چې څوک ستا نه نفرت کوى هغوئ دې ته مجبور کړه چې وتښتى.“
نو زۀ به هغوئ ته په ښکاره ووايم چې ما تاسو چرې هم نۀ يئ پېژندلى، تاسو بېشرعې خلق زما نه ورک شئ.
خو زما هغه دشمنانو چې زۀ بادشاه کېدل نۀ غوښتم، هغوئ راولئ او زما په وړاندې يې قتل کړئ.“
هغوئ به په تُوره هلاک کړے شى او ټولو مُلکونو ته به لکه د قېديانو بوتلے شى او تر هغه وخت پورې به يروشلم د غېريهوديانو تر پښو لاندې وى ترڅو چې د غېرو قومونو زمانه پوره شوې نۀ وى.
مالِک خُدائ به تاسو په ټولو قومونو کښې د دُنيا د يو سر نه تر بل سره پورې خوارۀ وارۀ کړى او هلته به تاسو د هغه معبودانو خِدمت کوئ چې د لرګى او کاڼو نه جوړ وى، د هغه بُتانو چې د دې نه مخکښې نۀ تاسو او نۀ ستاسو پلار نيکۀ د هغې عبادت کړے وى.
مالِکه خُدايه، ستا ټول دشمنان دې هم داسې مړۀ شى، خو ستا دوستان دې د خپل ټول زور سره د ختونکى نمر په شان وځليږى.“ او څلوېښت کاله په هغه مُلک کښې امن وو.