8 خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، اوچت يې تر ابده.
خو هغوئ څوک چې بدو او کږو لارو ته اوړى، مالِک خُدائ به هغه بدکاران وشړى، سلامتيا دې په بنى اِسرائيلو وى.
ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان، او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.
زما دشمنان ټوله ورځ ما وهى. ډېر زيات دى مغروره څوک چې ما سره جنګ کوى.
ترڅو چې زۀ د خُدائ پاک مقدس ځائ ته ورننوتم، نو بيا زۀ د بدکارانو د اَنجام نه خبر شوم.
تا بېشکه چې هغوئ په ښوئېدونکې زمکه ودرولى دى، هغوئ تا د بربادۍ کندې ته ښکته غورزولى دى.
تۀ هغوئ په دې پوهه کړه چې هغه هم تۀ يې د چا نوم چې مالِک خُدائ دے، او هم دا تۀ يواځې په ټوله زمکه د ټولو نه اوچت خُدائ تعالىٰ يې.
مالِک خُدائ د ډېرو اوبو د شور نه هم زورَور دے، او د سمندر د موجونو نه هم زورَور دے. بره مالِک خُدائ د دې ټولو نه زورَور دے.
اوس ما ته پته ولګېده چې مالِک خُدائ د نورو ټولو معبودانو نه لوئ دے، ځکه چې هغۀ خپل خلق د مِصريانو نه بچ کړل کله چې مِصريانو دوئ ته سپک کتل.“
چې کله تۀ وګورې چې په يوه علاقه کښې غريبانانو باندې ظلم زياتے کيږى او هغوئ ته صداقت او اِنصاف او د هغوئ حقُونه نۀ ملاويږى نو په دې باندې مۀ حېرانېږه. د هر آفسر دپاسه بل آفسر وى او د هغوئ د سر دپاسه نور آفسران وى.
تقريباً هم په هغه وخت هيروديس بادشاه د جماعت څۀ خلق ونيول او ظلم زياتے يې ورسره شروع کړو.