7 بدکاران کۀ څۀ هم لکه د واښو هسې راټوکيږى، او ټول بدکاران کۀ اوچتيږى، خو بيا هم دوئ به د تل دپاره تباه کيږى.
د ډاکوانو کورونه په امن کښې وى، او چې څوک خُدائ پاک راپاروى نو هغه محفوظ وى، اګر چې هغوئ د خُدائ پاک په ځائ په خپل طاقت باندې بهروسه کوى.
خو باغيان به ټول تباه شى، او د هغوئ نسل به نيست و نابود شى.
دا بدکاران وګورئ دغه شان وى، چې ژوند يې په آرام وى مال دولت يې زياتيږى.
زۀ څومره بېاحساسه او جټ جاهله وم، زۀ به تا ته د بېعقله ځناور په شان ښکاره کېدم.
هغوئ ټولې خبرې د کبر او د غرور کوى، ټول بدکاران ډيرې لافې کوى.
د ساده خلقو سرکشى به دوئ مړۀ کړى، کم عقلان د خپل قناعت په وجه تباه کيږى.
کوم خلق چې هلته اوسېدل هغوئ بېوسه وُو، هغوئ يرېدلى وُو او مازغو يې کار نۀ کولو. هغوئ د واښو په شان کمزورى وُو، د هغه واښو په شان چې په چت باندې په خپله رازرغون شوى وى او چې کله ګرمه هوا وچليږى نو يک دم مړاوى شى.
نو اوس مونږ مغروره خلقو ته بختور وايو. يقيناً چې بدعمله خلق ترقى کوى، او تر دې چې هغوئ څوک چې د خُدائ پاک مقابله کوى سزا نۀ ګورى.“
مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى، ”يقيناً چې هغه ورځ راروانه ده، او هغه به لکه د بټۍ په شان بليږى. په هغه ورځ به ټول مغروره او بدعمله خلق لکه د بوسو په شان وسوزى. د هغوئ جرړې او ټولې څانګې به وسوزى.
ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى