Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 92:15 - Pakistani Yousafzai Pashto

15 نو داسې به دوئ دا ښکاره کړى چې مالِک خُدائ رښتينے دے، هغه زما د ‎پناه ګټ دے او په دۀ کښې څۀ بې‌اِنصافى نشته.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 92:15
17 Iomraidhean Croise  

نو چې څوک عقل لرئ نو زما خبره واورئ، هر چا ته پته ده چې خُدائ پاک بدى نۀ کوى، او د قادر خُدائ دپاره ممکن نۀ دى چې هغه غلطى وکړى.


نو هغه به د داسې ونې په مثال وى، کومه ونه چې د ولې په غاړه نال وى، مېوه کوى په موسم کښې مېوه داره وى پاڼې يې تل شنې وى او په ‎ژوندون کښې کاميابه وى.


مالِک خُدائ په خپلو ټولو کارونو کښې صادق دے، او هغه په خپلو ټولو پېدا کوونکو مِهربانه دے.


مالِک خُدائ ګټ دے زما، قلعه ده زما، او خلاصوونکے دے زما، زما خُدائ ګټ دے زما، په چا کښې چې ما خپل حفاظت موندلے دے. هغه دے ډال زما، هغه زور چې بچ کوى ما، او د حفاظت پناه ګاه ده زما.


هغه په خپله زما ګټ او خلاصونکے دے. او زۀ به هيڅکله په لړزان نۀ شم هغه زما د امان ځائ دے.


د مالِک خُدائ يره عمر اوږدوى، خو د شرير عمر به لنډ وى.


مالِک خُدائ په هغه ښار کښې دے هغه صادق دے، هغه هيڅ بې‌اِنصافى نۀ کوى. هغه هر سحر اِنصاف کوى او هره ورځ خپل اِنصاف قائم ساتى. خو بدعمله خلق هيڅ په شرم نۀ پوهيږى.


نو په دې کښې مونږ څۀ ووايو؟ ولې خُدائ پاک بې‌اِنصافه دے څۀ؟ هيڅکله نه.


مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.


موسىٰ د يو سل او شلو کالو په عُمر کښې وفات شو، هغه په هغه وخت هم د مخکښې په شان تکړه وو او د هغۀ د سترګو نظر ټيک وو.


دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan