7 زر کسان به دې په خوا کښې او لس زره به دې ښى لاس ته راوغورزيږى، خو تا ته به څۀ نقصان نۀ رسيږى.
مالِک خُدائ هر ژوندے څيز د زمکې د مخ نه ورک کړو، بنى آدم، ځناور او مارغان. خو صِرف نوح او هغه ژوندى څيزونه چې د هغۀ سره په کشتۍ کښې وُو ژوندى پاتې شول.
نو د دې دپاره هر څوک چې نېکان وى هغوئ دې هم دا اوس دُعا وغواړى له تا نه، بېشکه دوئ ته به ونۀ رسيږى تکليفونه کۀ هم راشى لوئ سېلابونه.
ځکه چې تا په ما باور وکړو، زۀ به ستا ژوند تا ته درکړم. زۀ به تا بچ کړم او محفوظ به دې وساتم. دا د مالِک خُدائ فرمان دے.“
خو اوس ګوره، چې د کله نه مالِک خُدائ موسىٰ ته داسې فرمائيلى دى نو د هغې پينځۀ څلوېښت کاله وشول. دا هغه وخت وو چې کله بنى اِسرائيل په صحرا کښې روان وُو او مالِک خُدائ د خپلې وعدې په مطابق تر نن ورځې پورې زۀ ژوندے ساتلے يم. ما ته وګوره. زۀ د پينځۀ اتياو کالو يم