4 په خپلو بڼو به دې پټ کړى او تۀ به د هغۀ د وزرونو لاندې پناه ومومې. د هغۀ وفادارى به دې ډال او ستا د حفاظت دېوال وى.
څۀ موده پس، د مالِک خُدائ کلام ابرام ته په رويا کښې نازل شو چې، ”ابرامه، يرېږه مه. زۀ ستا ډال يم او زۀ به تا له يو لوئ اِنعام درکوم.“
زۀ به ستا مقدس کور طرف ته سجده وکړم، او زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت ادا کړم، ځکه چې تۀ ډېر مينه ناک او وفادار يې، او تا په ټولو څيزونو باندې خپل نوم او کلام اوچت کړو.
وساته ما داسې لکه ستا د سترګو تور په شان، د خپل وزرونو په سورى ما پټ کړه.
خپل ډال زغره دې راواخله، راپاڅه او زما مدد له راشه.
رحم په ما وکړه، پاکه خُدايه، رحم غواړم، او تا له درځمه او زۀ ستا نه امان غواړم. ستا د وزرو په سورى کښې پناه غواړم ترڅو چې خطرناک طوفان تير شى.
زۀ غواړم چې تر ابده ستا مقدس ځائ کښې اوسېږم، او ستا د وزرو لاندې پناه واخلم.
اے يروشلمه، اے د يروشلم ښاريې چې تۀ نبيان وژنې او رسولان سنګساروې کوم چې تا ته رالېږلے شوى دى. ما څو ځله دا ارمان وکړو چې ستا بچى راغونډ کړم، داسې لکه چې چرګه خپل بچى د وزرو لاندې راغونډوى، خو تا دا نۀ غوښتل.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
لکه چې يو باز خپل بچى ته د الوتلو چل ښائى، او په حِفاظت سره يې په خورو وزرو کښې نيسى، مالِک خُدائ اِسرائيليان د غورزېدو نه وساتل.
دا حقيقت هغوئ له د ابدى ژوندون اُميد ورکوى، د کوم چې خُدائ پاک د ازل نه وعده کړې ده، خُدائ کله هم وعده خلافى نۀ کوى.
مالِک خُدائ دې تا له د دې بدل درکړى. مالِک خُدائ دې تا له پوره اجر درکړى، کوم چې د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک دے، چې ورته د پناه دپاره راغلې يې.“