Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 91:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 بې‌شکه هغه به تاسو د ښکاريانو د دامونو نه خلاص کړى او هغه به تاسو د سختو بيماريانو نه بچ کړى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 91:3
16 Iomraidhean Croise  

نو مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې يوه وبا راولېږله، چې د هغه سحر نه واخله تر هغه وخت پورې وه چې کوم يې خوښ کړے وو. د مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې اويا زره بنى اِسرائيليان مړۀ شول.


کله چې په مُلک کښې قحط يا وبا وى، يا په سوزېدونکې هواګانو او يا د قحطۍ مُولخانو په ذريعه فصلونه تباه شى، يا ستا د خلقو په ښارونو باندې دشمنانو حمله کړې وى، يا په هغوئ باندې څۀ افت يا بيمارى راشى،


مونږ لکه د مرغۍ په شان د ښکارى د دام نه وتښتېدلو، او جال شلېدلے وو او مونږ ترې وتښتېدلو.


ما د هغه لټ نه وساته کوم چې دوئ زما دپاره اېښے دے، ما د هغه دامونو نه وساته چې بدعملو زما دپاره خوارۀ کړى دى.


خو مالِک خُدائ به د خپلو دشمنانو سر هوار کړى، او د هغوئ کوپړۍ به هواره ‎کړى څوک چې د ګناه په لار روان وى.


او نۀ به د هغې وبا نه يرېږې چې په تيارۀ کښې راځى، او نۀ به د هغې تباهۍ نه چې په رڼا ورځ کښې راځى.


نو خپل ځان لکه د هوسۍ په شان د ښکارى نه او لکه د مارغۀ په شان خپل ځان د ښکارى د جال نه آزاد کړه.


ترڅو چې يو غشے د هغۀ زړۀ غوڅ کړى. هغه د يو داسې مارغۀ په شان وو چې د دام طرف ته منډې وهى، هغۀ ته پته نۀ وى چې هغه به د ژوند نه لاس ووينځى.


انسان ته هيڅکله دا پته نۀ لګى چې په هغۀ به سخت وخت کله راځى. لکه څنګه چې کبان په جال کښې او مارغان په دام کښې اچانک راګېر شى، نو داسې به مرګ انسان سمدستى راګېر کړى.


پېغمبر د خُدائ پاک د طرف نه د بنى اِسرائيل محافظ دے. خو چې چرته هم هغه ځى نو هلته د هغۀ د راګېرولو دپاره دام خور وى، بلکې د خُدائ پاک په کور کښې هم د هغۀ نه نفرت کيږى.


آيا يو مارغۀ په لټ کښې ګېرېدے شى کله چې ورته د ګېرېدو دپاره څۀ نۀ وى؟ آيا دام په زمکه په خپله بنديږى کله چې ښکار د ګېرېدو دپاره نۀ وى؟


خو څوک چې مالداره کېدل غواړى نو هغوئ په آزمېښتونو او د ډېرو نورو عبثو نقصانى خواهشونو په دام کښې راګېر شى کوم چې خلق د تباهۍ او هلاکت په درياب کښې غرقوى.


نو بيا به هغوئ د اِبليس د دام نه آزاد شى چا چې دوئ د خپلې مرضۍ د پوره کولو دپاره په هغې کښې نيولى وُو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan