10 نو هيڅ قِسمه نقصان به تا ته ونۀ رسيږى، او هيڅ قسمه افت به ستا خېمې ته نۀ رانزدې کيږى.
تاسو ته به پته ولګى چې ستاسو کور محفوظ دے، تاسو به وګورئ چې ستاسو د رَمو نه به هيڅ ورک نۀ وى.
مالِک خُدائ به ستاسو د هر مصيبت نه حفاظت کوى، هغه به ستا په ژوند باندې نظر ساتى.
صادقانو ته به هيڅ نقصان نۀ رسيږى، خو بدکاران به د مصيبت نه ډک وى.
خو کۀ چرې مونږ د هغه څيز اُميد کوُو څۀ چې مونږ نۀ وينو نو مونږ به په صبر سره د دې انتظار وکړُو.
مالِک خُدائ به تاسو د ټولو بيمارو نه وساتى، هغه به په تاسو باندې داسې خرابې بيمارۍ نۀ راولى کومې چې تاسو په مِصر کښې ليدلې وې، خو هغه بيمارۍ به ستاسو په ټولو دشمنانو راولى.