9 زمونږ ژوند ستا په قهر کښې تېر شو، زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو.
هغوئ دې په هوا کښې لکه د بوسو په شان والوځى، او د مالِک خُدائ فرښته دې هغوئ وزغلوى.
اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره، د مدد دپاره زما فرياد واوره، زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه. زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم، لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.
تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.
نو د هغوئ ژوند بېاهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.
ځکه ستا په نظر کښې زر کاله داسې دى لکه يوه ورځ چې تېره شوې وى، او يا د شپې يو پار چې تير شوے وى.