7 ستا غصې مونږ ختم کړى يُو، او مونږ ستا قهر وارخطا کړى يُو.
تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې، او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې، انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،
په خپل قهر سره دې دوئ تباه کړه، چې يو هم پاتې نۀ شى بلکل يې جارُو کړه. نو ټوله دُنيا په دې خبر کړه، چې خُدائ په بنى اِسرائيلو حکومت کوى.
نو د هغوئ ژوند بېاهميته تير شو، عمر يې په يره يره تير شو.
ستا د غصې زور چا ته معلوم دے؟ ځکه چې ستا غصه دومره لويه ده څومره چې ستا نه يره پکار ده.
زمونږ ژوند ستا په قهر کښې تېر شو، زمونږ ژوند په اهونو کښې ختم شو.
د سحر د رڼا نه مخکښې مالِک خُدائ د اور او وريځې ستن نه لاندې د مِصريانو لښکر ته وکتل او هغوئ يې د وارخطايۍ په وجه تښتېدو ته جوړ کړل.
په غصه کښې تۀ په زمکه وګرځېدلې، او په قهر کښې تا قومونه چخڼى کړل.
او خُدائ پاک د چا نه تر څلوېښتو کالو پورې خفه وو؟ ولې دا هغوئ نۀ وُو، چا چې ګناه وکړه او د چا مړى چې په بيابان کښې پراتۀ وُو؟