5 تۀ انسان د مرګ په خوب اودۀ کوې. او دوئ لکه د تازه ګياه په شان په سحر کښې راټوکيږى،
هغوئ به د يو خوب په شان تېر شى او ورک به شى، هغوئ به د شپې د خوب په شان فنا شى.
د هغوئ دوران راتلو نه مخکښې سېلاب هغوئ لاهو کړل.
سحر روغ وى او ماښام مړ شى. او څوک هم پرې خبر نۀ شى او د تل دپاره تباه شى.
زما ژوند د تېزې کشتۍ په شان روان دے، داسې لکه چې باز په ښکار باندې غوټه شى.
لکه څنګه چې څوک د خوب نه راپاڅى او خوب ليدل يې ختم شى. نو هغوئ به هم ختم شى کله چې تۀ مالِکه خُدايه راپاڅې.
زما ژوند په ختمېدو وو، د شپانو د هغه خېمې په شان چې راکوزه کړے شوې وى، د هغه قالين په شان چې مکمل کړے شوے وى او د کډۍ نه کټ کړے شوے وى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.
ټوله شپه ما د درد په وجه چغې وهلې، دا داسې وُو لکه چې زمرے زما هډُوکى ماتوى. ما وئيل چې خُدائ پاک زما ژوند ختموى.
يو آواز ووئيل، ”چغه ووهه.“ نو ما تپوس وکړو، ”زۀ څۀ چغه ووهم؟“ دا چې بنى آدم د واښو په شان دى، او د هغوئ ښائست د ځنګلى ګل په شان دے.
کله چې د مالِک خُدائ هوا وچليږى نو واښۀ اوچ شى او ګلونه مړاوى شى، نو داسې دا د خلقو دپاره هم ده.
ځکه چې، ”هر انسان د واښو په شان دے او د دوئ ټول شان او شوکت د ځنګلى ګل په شان دے، واښۀ اوچيږى او ګل رژيږى