3 تۀ بيا بنى آدم د خاورو سره خاورې کړې، ورته ووائې چې، ”اے فانى انسانه واپس خاورې شه.“
د سخت محنت او د تندى په خولو به خپله روټۍ ګټئ. تاسو د خاورو نه جوړ يئ او بيا به خاورې شئ.“
د هغۀ په لاس کښې د هر ژوندى څيز ژوند دے او د هغۀ په لاس کښې د هر بشر ساه ده.
نو کله چې تۀ د دوئ نه خپل مخ واړوې نو دوئ يريږى، کله چې تۀ د دوئ نه ساه واخلې نو دوئ مړۀ او دوباره خاورې شى.
کله چې ترې روح وځى نو خاورو سره خاورې شى، او په هم هغه ورځ يې ټولې منصوبې خرابې شى.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
بېشکه چې زۀ به تاسو خرابو خلقو سره داسې وکړم چې زما خِلاف راغونډ شوى يئ. په دې صحرا کښې به تاسو تباه شئ. زۀ، مالِک خُدائ دا وايم.“