16 ستا ټول کارونه دې ستا خِدمتګارانو ته ښکاره شى، ستا جلال دې پاکه خُدايه د دوئ بچو ته ښکاره شى.
اے پاکه خُدايه، مونږ په خپلو غوږونو اورېدلې دى، زمونږ پلار نيکۀ هر هغه څۀ مونږ ته بيان کړى دى، کوم کارونه چې تا د هغوئ په زمانه يعنې پخوا زمانه کښې د هغوئ دپاره کړى دى.
زۀ به ستا په ټولو کارونو سوچ وکړم، او ستا په ټولو کارونو به فکر وکړم،
ځکه چې تا زۀ په خپلو کارونو خوشحاله کړے يم. ستا د لاسونو په کارونو زۀ د خوشحالۍ سندرې وايم.
اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا د شُهرت نه خبر يم، ستا د عجيبه کارونو په وجه زۀ په يره کښې يم، اے مالِکه خُدايه. زمونږ د ژوند په ورځو کښې خپل کار تازه کړه، زمونږ په وخت کښې هغه دوباره څرګند کړه. او په خپله غصه کښې دې رحم ياد ساته.
بيا مالِک خُدائ مونږ ټولو ته وفرمائيل چې، ستاسو واړۀ بچى به هغه مُلک ته ورننه وځى، چې هغوئ په ښۀ او بد نۀ پوهيږى. هغه ماشومان چې تاسو ووئيل چې ستاسو دشمنان به يې ونيسى. زۀ به هغوئ له هغه مُلک ورکوم او هغوئ به يې قبضه کوى.
مالِک خُدائ طاقتور ساتونکے دے، د هغۀ کارونه مکمل دى او د هغۀ هر کار د اِنصاف دے، ستاسو خُدائ پاک وفادار او رښتونے دے، هغه صادق او اِنصاف کوونکے دے.
اوس زما د مرګ وخت نزدې دے او تاسو هر يو کس د زړۀ د کومې نه خبر يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک چې هره يوه وعده کړې ده نو هغه يې پوره کړې ده، داسې يوه وعده هم نشته چې پوره شوې نۀ وى.