15 څومره چې په مونږ سخته وه مونږ ته دومره خوشحالى راکړه، چې څومره عمر زمونږ په غم وو دومره خوشحالى راکړه.
نو زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې تاسو به ژاړئ او وير به کوئ خو دُنيا به خوشحاله وى. تاسو به په غم کښې ډوب يئ خو ستاسو غم به په خوشحالۍ بدل شى.
ځکه چې د هغۀ غضب يوه لحظه وى، خو د هغۀ فضل د ټول عمر وى، ژړا صرف د شپې وى، خو سحر کښې بيا خوشحالى وى.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
څوک چې په صيون کښې ماتم کوى نو هغوئ له به د ايرو په ځائ ښائسته تاج ورکړم، او د غم په ځائ به خوشحالى ورکړم، او د پرېشانۍ په ځائ به حمدوثناء ورکړم. هغوئ به په خپل صداقت کښې د څېړۍ د داسې ونو په شان وى چې مالِک خُدائ په خپله د خپل جلال دپاره کَرلى وى.
بختور دى هغوئ چې غمژن دى، هغوئ به تسلى ومومى.