13 اے مالِکه خُدايه، راشه، دا به ترڅو پورې وى؟ په خپل خِدمتګارانو باندې رحم وکړه.
د دوئ د خاطره هغۀ خپل لوظ ځان ته راياد کړو او هغۀ خپله فېصله د ابدى مينې په سبب بدله کړه.
ځکه چې مالِک خُدائ د خپلو خلقو اِنصاف کوى، او هغه په خپلو خِدمتګارانو رحم کوى.
څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟
اے پاکه خُدايه، ترڅو به دشمن ستا نوم پورې خندا کوى؟ او تل به هغه ستا د نوم بېحرمتى کوى؟
اے ربُ الافواج خُدايه، مونږ ته راوګرځه، د آسمان نه لاندې راوګوره، او خپل د انګور بوټے دې وګوره،
هغه جرړه چې ستا ښى لاس لګولې ده، او هغه زوئ چې تا خپل ځان دپاره لوئ کړے دے.
اے مالِکه خُدايه، تر کومې پورې به داسې وى؟ آيا تۀ به تر ابده خپل ځان پټوې؟ تر کومې پورې به خپل قهر او غضب لکه د اور بلوې؟
مِصريانو ته دې د پېغور کولو موقع مِلاو شى څۀ چې ووائى چې تا خپل خلق د مِصر نه د دې دپاره راوويستل چې په غرونو کښې يې ووژنې او هغوئ بېخى تباه کړې؟ خپل قهر بس کړه، خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو دا تباهى مۀ راوله.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه او په خپلو خلقو يې هغه تباهى رانۀ وستله د کومې په حقله وى چې هغۀ فرمائيلى وُو.
اے مالِکه خُدايه، تا ولې مونږ دې ته مجبور کړو چې ستا لارې نه واوړُو؟ او زمونږ زړونه دې ولې دومره سخت کړل چې ستا نه نۀ يريږو؟ د خپلو خِدمت کوونکو د خاطره راوګرځه، د هغه قبيلو د خاطره چې ستا ميراث دے.
خو کله چې زۀ هغوئ راوباسم، نو بيا به زۀ په هغوئ باندې رحم وکړم، او زۀ به هغوئ هر يو قوم خپل ميراث او خپل مُلک ته واپس راولم.
اے بنى اِسرائيله، زۀ تا څنګه پرېښودے شم؟ زۀ تا څنګه دشمن ته حواله کولے شم؟ زۀ تا څنګه لکه د ادمه نورو ته حواله کولے شم؟ يا دې د ضبوئيم په شان څنګه تباه کولے شم؟ زما اراده سراسر بدله شوه. ځکه چې زما بېمثاله مينه ستا دپاره راوچته شوه.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى،“ مالِک خُدائ وفرمائيل.
نو مالِک خُدائ خپله فېصله بدله کړه، چې، ”داسې به بيا کله ونۀ شى.“ مالِک قادر مطلق خُدائ دا وفرمائيل.
څۀ پته لګى؟ کېدے شى چې خُدائ پاک خپله فېصله بدله کړى او خپل سخت غضب ختم کړى، او مونږ د تباه کېدو نه بچ شُو.“
په دې وجه، مالِک خُدائ دا فرمائى، زۀ به يروشلم ته واپس رحم سره راشم، او هلته به زما کور بيا آباد شى. او د ناپ تول تارونه به په يروشلم راښکلے شى، دا مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
او چې کله به د لوظ صندوق ودرېدلو، نو هغۀ به وفرمائيل، ”مالِکه خُدايه، بېشمېره بنى اِسرائيلو ته راواپس شه.“
مالِک خُدائ به خپل خلق بچ کړى کله چې هغه ووينى چې د هغوئ طاقت ختم شو. هغه به په هغوئ رحم وکړى څوک چې د هغۀ خِدمت کوى، کله چې وګورى چې هغوئ څومره بېمددګاره دى.