Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 90:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 تۀ مونږ د خپل ژوند د لنډوالى نه خبر کړه، ترڅو چې مونږ په عقلمندۍ سره ژوند وکړُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 90:12
20 Iomraidhean Croise  

او هغۀ بنيادمو ته وفرمائيل، چې د مالِک خُدائ نه يره کښې حِکمت دے، او بدعملى پرېښودل عقلمندى ده.“


”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه، چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه، ما ته وښايه چې څومره فانى يم.


تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو، زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو، د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.


د حِکمت حاصلول د سرو زرو نه څو چنده ښۀ دے، او د عقل حاصلول د سپينو زرو نه څو چنده ښۀ دے.


د هوښيارانو خبرو ته غوږ کېږده او هغې ته پام وکړه او زما تعليم د زړۀ نه قبول کړه.


خپل زړۀ تربيت ته حواله کړه او خپل غوږونه د حِکمت خبرو ته نيسه.


حقيقت حاصل کړه او دا مۀ خرڅوه، او حِکمت، تربيت او پوهه حاصله کړه.


حِکمت حاصل کړه، او پوهه حاصله کړه، زما خبرې مۀ هېروه او مۀ د هغې نه مخ اړوه.


حِکمت حاصلول د ټولو نه اهم کار دے، د نورو څيزونو د حاصلولو سره سره پوهه هم حاصله کړه.


ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى.


تۀ چې هر څۀ کولے شې هغه پوره د زړۀ نه کوه، ځکه چې چرته تۀ روان يې يعنې قبر ته، هلته به نۀ کار وى او نۀ منصوبې، نۀ به عِلم وى او نۀ حِکمت.


ترڅو چې لا ورځ ده مونږ له د هغۀ کار کول په کار دى چا چې زۀ رالېږلے يم، شپه راروانه ده چې هيڅوک په کښې کار نۀ شى کولے.


کاش چې هغوئ هوښيار وے او په دې باندې پوهېدلے، کاش چې هغوئ په خپل اَنجام باندې پوهه شوى وے.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan