8 او هغه اِنصاف سره په دُنيا عدالت کوى، هغه به په قومونو په اِنصاف سره حکومت وکړى.
دا څنګه کېدے شى چې تۀ به صادقان د بدعملو سره ووژنې؟ دا خو ناممکنه ده، تۀ داسې نۀ کوې. کۀ تۀ داسې وکړې، نو صادقانو خلقو ته به د بدعملو سره يو شان سزا مِلاو شى. دا ستا دپاره ناممکنه ده. ځکه د دُنيا اِنصاف کوونکے به خامخا اِنصاف کوى.“
د مالِک خُدائ بادشاهى به تل تر تله وى، د هغۀ د دُنيا نه به غېرقومونه هلاک شى.
مالِک خُدائ په سېلاب باندې هم خپل حکومت کوى، مالِک خُدائ د تل دپاره بادشاهى کوى.
آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.
يو ځل بيا به عدالت د صداقت په مطابق وشى، او ټول صادقان به يې پيروى کوى.
دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.
ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى، ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.
او هغه قادر بادشاه دے څوک چې د اِنصاف او صداقت سره مينه کوى. تا په خپله اِنصاف قائم کړے دے، تا د يعقوب سره هغه کار کړے دے څۀ چې د اِنصاف او صداقت دے.
مالِک خُدائ به تل تر تله بادشاهى کوى.“
بلکې مالِک خُدائ رښتونے خُدائ پاک دے. هغه ژوندے خُدائ پاک او ابدى بادشاه دے. د هغۀ د قهر و غضب نه ټوله دُنيا لړزيږى، قومونه د هغۀ غضب ته ټينګېدے نۀ شى.
ځکه چې هغۀ يوه ورځ مقرره کړې ده په کومه چې به هغه د دُنيا عدالت په صداقت سره د يو سړى په وسيله وکړى کوم چې هغۀ غوره کړے دے، او ټولو ته د دې ثبوت ورکولو دپاره چې هغه څوک دے چې د مړو نه يې بيا راژوندے کړو.“
دا هغه زيرے دے چې زۀ يې تاسو ته اوروم، هغه ورځ راتلونکى ده چې خُدائ پاک به د عيسىٰ مسيح په وسيله د خلقو د پټو خيالونو عدالت وکړى.