4 تا زما په حق کښې وکړه فېصله، ناست يې په خپل تخت په اِنصاف خپل عدالت کوې.
نو د هغوئ سوال اوره. په آسمان کښې هغوئ ته غوږ اېږده او هغوئ له فتح ورکوه.
زۀ په دې پوهېږمه چې مالِک خُدائ به غريبانانو له اِنصاف ورکړى، او هغه د حاجتمندو مقدمه په خپل لاس کښې اخلى.
تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه، او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.
خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے، او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.
صداقت او عدالت ستا د تخت بنياد دے. مينه او وفادارى ستا د وړاندې دى.
دوئ به د مالِک خُدائ په وړاندې سندرې ووائى ځکه چې هغه راروان دے، هغه د دُنيا د عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د خلقو عدالت به په خپل اِنصاف سره وکړى.
ټول دې د مالِک خُدائ په حضور کښې سندرې ووائى، ځکه چې هغه د دُنيا عدالت دپاره راځى، هغه به په صداقت سره د دُنيا عدالت وکړى، او د ټولو خلقو به يو شان عدالت وکړى.
هغه به اِنصاف سره د غريبانانو عدالت کوى، او هغه به اِنصاف سره د بېاسرى خلقو فېصله کوى. د هغۀ د کلام زور سره به زمکه رپيږى او د هغۀ د خولې يو پوکے به بدعمله تباه کوى.
نۀ هغۀ د کنځلو په بدل کښې کنځل کول او نۀ يې په مصيبتونو زغملو چا ته دهمکى ورکوله بلکې هغۀ خپل ځان رښتونى اِنصاف کوونکى ته وسپارلو.