18 حاجت لرونکې به د تل دپاره هېرولے نۀ شى، دا مظلومان خلق به نااُميده پاتې نۀ شى.
هغه به د مسکينانو دُعا قبوله کړى، او هغه به د دوئ سوال ته سپک نظر نۀ کړى.
چې د قېديانو زبيرګى واورى، په چا چې حُکم د مرګ شوے دے هغوئ د مرګ نه آزاد کړى.
ځکه چې هغه د حاجتمندو مددګار دے، چې د هغه چا نه يې وساتى څوک چې دوئ مجرموى.
فرمائى مالِک خُدائ، ”زياتے مې وليدلو چې وشو په حاجتمندانو فرياد او زبيرګى ما واورېدل چې وکړل غريبانانو، نو زۀ به ورشم چې هغوئ بچ کړم، څنګه چې هغوئ زما د مدد لرى ارمان.“
کاش چې تۀ بدکاران هلاکوې، اے پاکه خُدايه، او وينو ته تږى ناست زما نه لرې کړې.
ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى، زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.
اے قادر مطلق مالِکه خُدايه صرف تۀ زما اُميد يې، او د ورکوټوالى نه په تا باندې توکل کوم.
او هغه به د خلقو په مينځ کښې د مظلومانو مدد وکړى، او د غريبانانو بچو ته به خلاصون ورکړى، او ظالمان به د پښو لاندې کړى.
هغه به قاتلانو نه بدل اخلى، د مظلومانو نه بېخبره نۀ دے او نۀ د دړدمندانو د فرياد نه بېخبره دے.
په يقين سره ستا دپاره په راتلونکى وخت کښې اُميد شته دے او ستا اُميد به نۀ ختميږى.
نو په دې يقين وکړه چې حِکمت هم دغه شان ستا د ځان دپاره خوږ دے، کۀ چرې تۀ يې بيامومې نو دا ستا د راتلونکى ژوند دپاره اُميد دے، او دا اُميد به هيڅکله ستا نه اخوا نۀ شى.
اوږى يې په ښۀ څيزونو ماړۀ کړى دى او مالدار يې تش لاس شړلى دى.
بيا عيسىٰ خپلو مريدانو ته مخ راواړولو او وې فرمائيل چې، ”تاسو بختور يئ چې غريبان يئ، ځکه چې د خُدائ پاک بادشاهى ستاسو ده.
اے زما خوږو وروڼو او خوېندو، واورئ، ولې خُدائ پاک هغوئ نۀ دى غوره کړى څوک چې د دُنيا په نظر کښې غريب دى چې په ايمان به مالداره شى او د هغه بادشاهۍ وارثان به شى چې مالِک يې د هغوئ سره وعده کړې ده څوک چې ورسره مينه کوى؟