15 قومونه کومه کنده چې وباسى نو په خپله ورګزار به شى، په پټ خور کړى دام کښې خپله راګېر به شى.
هغوئ دې مالِک خُدائ ته د شُکر ګزارۍ قربانى وړاندې کړى او د هغۀ کارونه دې د خوښۍ په سندرو کښې بيان کړى.
مالِکه خُدايه، ستا د صِفت سرود به کړم بيان، ځکه چې تۀ يې په ما مهربان.
اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى، هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.
بربادى دې ناګهانه ورباندې راشى ما ته اېښى جال کښې دې په خپله ګېر شى، ما ته چې کنستې ده په هم هغه کنده کښې دې ګېر شى.
نو بيا زۀ به د مالِک خُدائ خوشحالى کوم. چې هغه مې بچ کوى نو زۀ به خوشحالى کوم.
خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه او د دوئ ليندې به ماتې شينه
زما دشمنانو ما ته دامونه خوارۀ کړى دى، زۀ د خپلې پرېشانۍ په وجه ستړے شوے يم. زما په لار کښې دوئ کنده جوړه کړې ده. خو په خپله هم دوئ په کښې غورزېدلى دى.
هغه به دوئ ته د دوئ د ګناه په وجه سزا ورکړى. او د دوئ د شرارت په وجه به يې تباه کړى، مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک به يې ختم کړى.
کۀ څوک نا اِنصافى کَرى نو مصيبت به وريبى، او د هغۀ د کبر کاسه به نسکوره شى.
د شرير شرارت هم د هغۀ دپاره دام دے. او د هغۀ د ګناه رسۍ هغه کلک رانيسى.