زبور 9:13 - Pakistani Yousafzai Pashto13 رحم په ما وکړه، اے مالِکه خُدايه، ګوره دشمنانو ډېر تنګ کړے يم، ما د مرګ د خولې نه را آزاد کړه. Faic an caibideil |
اے خُدايه پاکه، زمونږ خُدايه پاکه، تۀ څومره لوئ يې، تۀ څومره د رُعب والا او طاقتور يې. تۀ په وفادارۍ سره خپل لوظ پوره کوې. د هغه وخت نه کله چې د اسور بادشاهانو په مونږ ظلم کولو، تر اوسه پورې، مونږ څومره کړېدلى يُو. زمونږ بادشاهان، زمونږ مشران، زمونږ اِمامان او زمونږ پېغمبران، زمونږ پلار نيکۀ او زمونږ ټول خلق کړېدلى دى. مونږ چې څومره کړېدلى يُو نو هغه مۀ هېروه.