5 ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.
کله چې تۀ مړ شې او د خپل پلار نيکۀ سره ښخ شې، نو زۀ به ستا د زامنو نه يو زوئ بادشاه جوړ کړم او د هغۀ بادشاهى به مضبوطه کړم.
هغه به هغه څوک وى چې زما دپاره يو کور جوړ کړى او زۀ به دا خبره يقينى کړم چې د هغۀ بادشاهى به د همېشه دپاره قائمه وى.
آواز وکړه، داسې څوک شته چې تا له جواب درکړى؟ داسې يوه فرښته شته څۀ چې د هغې نه مدد وغواړې؟
مالِک خُدائ د خپل خِدمتګار داؤد سره قسم وکړو يو داسې پوخ قسم چې هغه به نۀ ماتوى، ”چې زۀ به يو کس ستا د نسل نه ستا په تخت کښېنوم.
آسمانونه د خُدائ پاک جلال څومره ښۀ بيانوى، خلا يې د لاس کارنامې صفا بيانوى.
آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.
نو دغه شان به ټول عمر ستا د نوم ثناء صِفت کوم، چې ما څنګه وعدې درسره کړى دى هغه روزانه پوره کوم.
کۀ چرې د هغۀ نسل زما د شريعت نه سرکشى وکړى او زما د حُکمونو په مطابق عمل ونۀ کړى،
دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“
د فرښتو جماعت هم د خُدائ پاک نه يريږى، او د هغۀ شان او شوکت هم د هغه چا نه زيات دے څوک چې ټول د هغۀ د تخت نه ګېرچاپېره راټول شوى دى.
آسمانونه د هغۀ صداقت بيانوى، او ټول قومونه د هغۀ جلال وينى.
اے آسمانونو، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ، ځکه چې مالِک خُدائ هر څۀ وکړل. د زمکې ژورو ځايونو، چغې ووهئ. غرونو او د ځنګل هرې ونې، د خوشحالۍ نه چغې ووهئ. مالِک خُدائ خپل خلق بنى اِسرائيليان بچ کړل او خپله لوئى يې وښودله.
زمونږ دپاره يو ماشوم پېدا شوے دے. مونږ له يو زوئ راکړے شوے دے. او حکمرانى به د هغۀ په اوږو وى. هغه به په دې نومونو سره ياديږى، ”عظيم مشير،“ ”خُدائ تعالىٰ،“ ”ابدى پلار“ او ”د امن شهزاده.“
او د هغۀ د حضور نه د اور درياب راوتلو او د هغۀ په وړاندې روان وو. په زرګونو زرګونو د هغۀ خِدمت له راغلل، او په لکونو هستيانې د هغۀ په وړاندې ودرېدلې. بيا د عدالت دپاره دربار کولاو شو، او کتابونه کولاو کړے شول.
په دې هر څۀ کښې د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د جماعت په وسيله خپل هر قسمه حکمت هغه ناليدونکو حاکمانو او د واک خاوندانو ته چې په آسمانى ځايونو کښې دى ښکاره کړى.
هغۀ وفرمائيل، ”مالِک خُدائ د سينا غر نه راغلو، هغه په ادوم باندې د نمر په شان راوختلو او د فاران غر نه په خپلو خلقو باندې وځلېدو. لس زره فرښتې د هغۀ سره وې، او په ښى لاس کښې يې د اور لمبه وه.
او خُدائ پاک به تاسو له آرام درکړى تاسو څوک چې په مصيبت کښې راګېر يئ او هم مونږ له چې کله مالِک عيسىٰ د آسمان نه راڅرګند شى. او د خپلو قوتناکو فرښتو سره راشى،
هغوئ ته وئيلے شوى وُو چې د هغوئ زيرے د هغوئ د خپل ځان دپاره نۀ وو بلکې ستاسو دپاره وو. نو اوس دا زيرے تاسو ته د هغه چا په وسيله چې د روحُ القُدس په طاقت سره چې د آسمان نه نازل شوے دے بيان شو. دا داسې عجيبه خبرې دى چې فرښتې هم په ليوالتيا سره د دې د کېدو خواهش کوى.