2 زۀ به دا بيان کوم چې، ”ستا ابدى مينه به د تل دپاره پاتې وى، ستا وفادارى به د آسمان په شان قائمه وى.“
او ما ووئيل، ”اے مالِکه خُدايه، د آسمان خُدايه پاکه، اے عظيمه او د رُعب خُدايه پاکه، تۀ د هغه چا سره خپل د رحم لوظ پوره کوې چې څوک درسره مينه کوى او ستا حُکمونه منى،
هغوئ نافرمانى وکړه، تا چې کومې معجزې کړې وې هغه يې هېرې کړې. په خپله سرکشۍ کښې هغوئ يو مشر خوښ کړو چې د مِصر غلامۍ له يې واپس بوځى. خو تۀ بخښونکے خُدائ پاک يې، تۀ مهربان او مينه کوونکے يې، زر نۀ غصه کېږې. ستا رحم لوئ دے، تا هغوئ پرې نۀ ښودل.
خو ستا د لوئ رحم په وجه، تا هغوئ نۀ پرېښودل او نۀ دې تباه کړل. تۀ رحمان او رحيم خُدائ پاک يې.
تر ابده ابده د مالِک خُدائ مينه د هغوئ سره وى څوک چې د هغۀ نه يريږى، او د هغۀ صداقت د هغوئ د نسلونو سره وى.
اے مالِکه خُدايه ستا کلام ابدى دے او دا په آسمانونو کښې قائم دے
ځکه چې هغۀ آسمانونه او زمکه، سمندر او څۀ چې په کښې دى پېدا کړى دى او هغه تل وفادار دے.
مالِکه خُدايه، ستا ابدى مينه آسمانونو ته رسيږى، او ستا وفادارى د وريځو نه بره رسيږى.
مالِکه خُدايه، خپله مهربانى به په ما نۀ بندوې، ستا وفادارى او ابدى مينه به همېشه ما بچ کوى.
څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى، داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.
دا به د سپوږمۍ په شان تر ابده قائم وى، کومه چې به په آسمان کښې د وفا ګواهى ورکوى.“
ټول آسمانونه به ستا په لويو معجزو مالِکه خُدايه ثناء ووائى، ستا د فرښتو جماعت به ستا وفادارى ستائى.
خُدائ پاک د بنى آدم په شان نۀ دے، چې دروغ ووائى، هغه بنى آدم نۀ دے چې خپله فېصله بدله کړى. هغه چې کومه وعده وکړى، نو هغه پوره کوى، هغه چې څۀ وائى، نو هغه کوى.
زمکه او آسمان به فنا شى خو زما کلام به هيچرې فنا نۀ شى.
او څوک چې د هغۀ نه يريږى، په هغوئ د هغۀ رحم پيړۍ په پيړۍ دے.
نو د دې دواړو نۀ بدلېدونکو خبرو په وجه دا ناممکنه ده چې خُدائ پاک غلط ثابت شى، او مونږ چا چې په هغۀ کښې پناه اخستې ده نو مونږ دې په ډېره زړۀ ورتيا سره هغه اُميد راټينګ کړُو چې زمونږ په وړاندې دے.