Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 89:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 تا د سمندر بلا ووهله او هغه دې چخڼى کړه، تا خپل دشمنان په خپلو قوى مټو سره خوارۀ وارۀ کړل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 89:10
12 Iomraidhean Croise  

برېښنا ګانې راولېږه او دشمنان خوارۀ کړه، او خپل غشى پرې راووروه او هغوئ تس نس کړه.


خو تۀ دوئ مۀ وژنه، اے مالِکه زمونږ ډاله، ځکه چې زما قوم به دا سبق هېر کړى. په خپل طاقت دې دوئ تس نس کړه او تۀ دوئ ښکته راګزار کړه،


ستا د عجيبه کارونو نه دا دُنيا د يو سره تر بله ټوله يريږى، د نمر ختو نه د نمر پرېوتو پورې تۀ د خلقو د خوشحالۍ د آوازونو سبب کېږې.


پاکه خُدايه راپاڅه، او خپل دشمنان دې خوارۀ وارۀ کړه، څوک چې تا نه نفرت کوى هغوئ تالا والا کړه.


مِصر ورټه څوک چې د وحشى ځناورو په شان د لوخو په ځنګل کښې اوسيږى، او هغه قومونه چې د ځنګلى غوَيانو د رمو په شان د سخو په مينځ کښې دى ورټه، او دوئ عاجزه کړه چې تا ته د سپينو زرو نذرانې وړاندې کړى. هغه خلق خوارۀ وارۀ کړه څوک چې د جنګ شوق کوى.


څوک چې ما پېژنى زۀ به په هغوئ کښې مِصر او بابل وشمېرم. فلستيه او صور او هم ايتهوپيا. زۀ به دا وايم چې، ”دا هم په صيون کښې پېدا شوى دى.“


ګوره، مالِک خُدائ به زمکه ورانه ويجاړه کړى او هم داسې شاړه به يې پرېږدى. هغه به د زمکې مخ کندې کپرې کړى او د دې خلق به خوارۀ وارۀ کړى.


بل خُدائ کله هم دا جرأت کړے دے چې د بل قوم نه خلق روان کړى او بو يې ځى او هغوئ خپل خلق جوړ کړى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو دپاره په مِصر کښې وکړل؟ ستاسو د سترګو په وړاندې هغۀ د خپل لوئ طاقت او قوت نه کار واخستلو، هغۀ وباګانې او جنګ راوستلو، معجزې او نښې يې وښودلې او يروونکى کارونه يې وکړل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan