7 ستا غضب په ما بار شوے دے، او ستا ټولو چپو زۀ رالاندې کړے يم.
او کۀ زۀ خپل سر اوچتوم، نو تۀ د ازمرى په شان زما ښکار کوې، او خپل لوئ طاقت زما خِلاف استعمالوې.
ځکه چې زۀ د قادر خُدائ په غشو باندې لګېدلے يم، د دې زهر زما په بدن کښې خوريږى، د خُدائ پاک افتونه په ما باندې راروان دى.
ستا د قهر او لوئ غضب په وجه، نو زۀ دې اوچت کړمه او يو خوا ته دې وغورزولم.
هر کله چې شپه او ورځ ستا د اصلاح دروند لاس په سر وو زما، لکه په سختې ګرمۍ کښې زور شو ختم زما.
اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.
ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم، موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.
مرۍ مې وُچه شوه په چغو ستړے شوم، خُدائ ته په انتظار کولو مې نظر کم شو.
ستا غصې مونږ ختم کړى يُو، او مونږ ستا قهر وارخطا کړى يُو.
تا زۀ لاندې ډوبو اوبو کښې د سمندر مينځ ته وغورزولم، او د سمندر زورَورو چپو زۀ راګېر کړم، او هغه ټولې زورَورې چپې چې تا رالېږلې وې په ما تېرې شوې.
ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
څوک چې په زوئ ايمان ساتى هغه به د تل ژوندون مالِک وى، خو څوک چې د زوئ نافرمانى وکړى هغه به دا ژوندون ونۀ ګورى او تل به د خُدائ پاک د غضب د لاندې وى.“
هغۀ په خپله زمونږ ګناهونه سولۍ ته د خپل ځان سره يوړل د دې دپاره چې مونږ ګناهونو نه آزاد شُو او د صداقت دپاره ژوند تېر کړُو. او د هغۀ په زخمونو تاسو شفا وموندله.