6 زۀ دې د قبر کندې ته غورزولے يم، تا زۀ تور تيارو ته غورزولے يم.
اے مالِکه خُدايه، لاندې د ژورې نه تا ته ژړا کومه،
دشمن راپسې لګېدلے دے ما په زمکه ښکته غورزوى، هغۀ زۀ په زور په تورو تيارو کښې اوسولم لکه د هغه خلقو چې ډېر مخکښې مړۀ شوى دى.
هغۀ زۀ د هلاکت د کندې نه رابهر کړم، او د لمدو خټو نه يې راوويستم. زما پښې يې په ګټ کېښودې او مضبوط يې ودرولم.
زما د سر دپاسه سېلاب تېرېدو ته مۀ پرېږده، په اوبو کښې ډوبېدو ته مې مۀ پرېږده، او لحد ته غورزېدو ته مې مۀ پرېږده.
ځکه چې زما دپاره ستا مينه ډېره ده، تا زۀ د قبر د کندې نه بچ کړم.
خو د بدکارانو لار لکه د تورې تيارې په شان ده، دوئ په دې نۀ پوهيږى چې په څۀ باندې يې تيندک وخوړلو.
هغۀ زۀ په راښکلو تيارې ته راوستم چې هيڅ رڼا په کښې نۀ وه.
اے مالِکه خُدايه، ما د کندې د بېخ نه ستا په نامه مِنت زارى وکړه.
ما ووئيل، زۀ ستا د حضور نه شړلے شوے يم، خو زۀ به بيا هم ستا مقدس کور ته ګورمه.
زۀ دُنيا ته لکه د رڼا په شان راغلے يم د دې دپاره چې څوک په ما ايمان راوړى هغه به په تيارۀ کښې پاتې نۀ شى.
زما قهر به د اور په شان لمبې ووهى او په زمکه باندې هر څيز به وسوزوى. دا به لاندې دُنيا ته ورسيږى او د غرونو بېخونه به تباه کړى.
هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده.
او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى.