5 زۀ په مړو کښې حِساب شوے يم، زۀ لکه د مړو په شان شوے يمه چې په قبر کښې پراتۀ وى، څوک چې به تۀ نور نۀ يادوې، څوک چې ستا د نظر نه اخوا شوے وى.
خو چې خُدائ پاک د مېدان هغه ښارونه تباه کړل چرته چې لوط اوسېدو، نو اِبراهيم د هغۀ ياد وو او لوط يې ولېږلو چې ځان بچ کړى.
نوح، د هغۀ بال بچ او هغه ټول ځناور کوم چې په کشتۍ کښې وُو د خُدائ پاک هېر نۀ وُو، هغۀ په زمکه هوا راوستله، نو اوبۀ په کمېدو شوې.
کۀ خُدائ پاک راشى او تا په قېدخانه کښې واچوى، او هغه د اِنصاف دپاره عدالت جوړ کړى، نو هغه څوک ايسارولے شى؟
زما زور ختم شوے دے او زما ورځې لنډې شوې دى، او قبر زما دپاره تيار دے.
زړۀ مې غواړى چې تباه مې کړى، او چې هغه خپل لاس راوږد کړى او ما ووژنى.
د هغۀ شُکر ګزارى وکړئ چا ته چې مونږ د کمزورتيا په حالت کښې ياد وُو، د هغۀ مينه ابدى ده.
زۀ تا ته زارى کومه، اے مالِکه خُدايه زما حفاظت کوونکيه، خپل غوږونه دې په ما مۀ کڼوه. کۀ چرې تۀ پاتې شې خاموشه، زۀ به هم د هغه چا په شان شم چې روان وى قبرستان ته.
لکه مړے چې څوک هېر کړى داسې هېر شوم، زۀ لکه د يو مات لوښى په شان جوړ شوم.
نو د يرې نه ما چغه کړه چې، ”زۀ د مالِک نظر نه غورزېدلے يم.“ خو تا زما واورېدل کله چې زۀ د مدد دپاره ژړېدلے يم.
ستا قهر په ما باندې راپرېوتے دے، زۀ ستا د يرې نه تباه شوے يم.
هغه په دروغه مجرم وګرځولے شو او بوتلے شو. او هيچا د دې پرواه ونۀ ساتله چې هغه بېاولاده مړ شو، او هغه د ژوندو د زمکې نه لرې کړے شو. خو هغه زما د خلقو د ګناه په وجه ووژلے شو.
بيا هغۀ ما ته وفرمائيل، ”اے بنى آدمه، دا هډوکى د ټول بنى اِسرائيلى قوم دى. هغوئ وائى چې، زمونږ هډوکى اوچ شوى دى او زمونږ اُميد ختم شوے دے، او مونږ ختم شوى يُو.