3 زما ځان د تکليفونو نه ډک دے، زما ژوند مرګ ته نزدې شوے دے.
هغوئ د مرګ په خولۀ ولاړ وى، او د مرګ فرښته د هغوئ انتظار کوى.
او د هر قسمه خوراکونو نه بېزاره وُو او د مرګ دروازې ته نزدې شوى وُو.
هغوئ به کله آسمان ته ختل او کله به لاندې د اوبو بېخ ته تلل، نو په دې سخت طوفان کښې هغوئ همت بائيللو.
اے مالِکه خُدايه، زما د اِنصاف درخواستونه واوره، زما د مدد کولو فريادونه واوره. زما دُعا ته ورکړه پاملرنه، په صادقو شونډو چې کړمه سوالونه.
کله چې ما باندې سخته وه مالِک خُدائ مې راياد کړے وو. ټوله شپه مې خپل لاسونه د دُعا دپاره اوچت کړى وُو. خو بيا هم زما زړۀ بېقراره وو.
خلقو هغۀ ته سپک وکتل او هغه يې رد کړو، هغه د درد او کړاؤ سره مخ شو. او خلقو به هغۀ ته دومره سپک کتل چې مخ به يې ترېنه اړولو. مونږ د هغۀ هيڅ قدر نۀ کولو.