2 زما دُعا دې تا ته درورسيږى، زما ژړا ته غوږ ونيسه.
کله چې په يو کس اِلزام ولګى چې د بل چا سره يې بد کړى دى او په دې کور کښې ستا قربانګاه ته راوستلے شى چې قسم وکړى چې هغه بېګناه دے،
سحر سبا راپاڅمه او د مدد دپاره تا ته سوال زارى کومه او زۀ ستا په کلام خپل اُميد تړمه
خو ستا پاکه هستى پاس په تخت، اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.
خپل غوږ دې ما ته راواړوه زر راشه او خلاصون راکړه ما له، زما د بچ کولو ګټ او مضبوطه قلعه جوړه شه چې په کوم کښې به امان راکوې ما له.
د قېديانو فرياد په خپله واوره، په چا چې د مرګ فېصله شوې ده د خپل مټ په زور دې هغه بچ کړه.
په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم،
تر دې چې ما آواز وکړو او مدد دپاره په چغو وژړېدم، هغۀ زما دُعاګانو ته توجو نۀ ورکوله.