10 تۀ د مړو دپاره معجزې کوې څۀ؟ څوک چې مړۀ دى دوئ پاڅېدے شى چې ستا ثناء صِفت وکړى څۀ؟
مړى خو د مالِک خُدائ ثناء صِفت نۀ کوى، هغوئ څوک چې لاندې خاموشۍ طرف ته روان وى.
زۀ به نۀ مرم خو ژوندے به يم، او هغه څۀ چې مالِک خُدائ کړى دى بيانوم.
زۀ تا ته د دُعا دپاره لاسونه پورته کوم، زما ځان لکه د للمې زمکې ستا تږے دے.
”تا ته څۀ فائده ده چې زۀ مړ شم، او ګور ته لاړ شم؟ زما خاورې ستا ثناء صِفت کولے شى څۀ؟ دا ستا وفادارى بيانولے شى څۀ؟
څوک نۀ يادوى تا چې کله مړۀ شى. څوک دے چې ستا ثناء صِفت يې په قبر کښې کړے دے؟
په ما رحم وکړه، اے مالِکه خُدايه، ځکه چې زۀ ټوله ورځ تا ته زارى کوم،
خو زمونږ کوم خلق چې مړۀ شوى دى نو هغه بيا راژوندى شى. د هغوئ مړۀ جسمونه به بيا راژوندى شى. کوم چې په قبرونو کښې پراتۀ دى نو هغه به راپاڅى او د خوشحالۍ سندرې به وائى. لکه څنګه چې د پرخې څاڅکى زمکه تازه کوى، نو داسې به مالِک خُدائ هغه خلق بيا راژوندى کړى کوم چې پخواه مړۀ شوى دى.