5 خو د صيون په حقله به وئيلے شى، ”هر څوک چې په دې ښار کښې پېدا شوى وُو نو هغه به د دې ښار شمېرلے شى، او خُدائ تعالىٰ به په خپله دې ښاريې له برکت ورکړى.“
لکه څنګه چې مونږ اورېدلى نو اوس مو په خپلو سترګو وليدل، زمونږ د خُدائ په ښار يعنې د ربُ الافواج په ښار کښې، خُدائ به تل دا ښار آبادولو او د هغې حفاظت به يې کولو.
اے پاکه خُدايه، مونږ ستا په عبادتګاه کښې يُو، او ستا په نۀ ختمېدونکې مينې باندې فکر کوُو.
ټوله فاصله ګېرچاپېره به نهۀ کيلوميټره وى. او د هغې ورځې نه وروستو به د دې ښار نوم دا وى، مالِک خُدائ هلته موجود دے.“
خو زۀ تا ته دا وايم چې تۀ پطروس يې، چې معنىٰ يې ګټ دے، چې زۀ به خپل جماعت په دې ګټ آبادوم، او په دې به مرګ هم هيڅکله غالبېدے نۀ شى.
نو بيا مونږ د دې خبرو په حق کښې څۀ وئيلے شُو؟ کۀ خُدائ پاک زمونږ په طرف دے نو بيا زمونږ مخالف څوک کېدے شى؟
او نور زۀ څۀ ووايم؟ ځکه دومره وخت راسره نشته چې د جدعون، برق، سمسون، جفتاه، داؤد، سموئيل او د نورو نبيانو حال بيان کړم.