9 اے مالِکه خُدايه، ټول قومونه تا پېدا کړى دى، دوئ به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى. او دوئ به ستا نوم ته جلال ورکړى.
نو تۀ د هغوئ سوال اوره. چرته چې تۀ اوسېږې، د هغوئ سوال اوره او هغه څۀ کوه چې دوئ يې غواړى، نو چې داسې د ټولې دُنيا خلق دې وپېژنى او ستا د خلقو بنى اِسرائيلو په شان ستا نه ويريږى. بيا به هغوئ ته پته ولګى چې ما دا کوم کور جوړ کړے دے په دې پورې ستا نوم تړلے شوے دے.
قومونه به د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى، او د دُنيا ټول بادشاهان به ستا د جلال او عظمت نه يريږى.
د راتلونکو نسلونو دپاره دې دا وليکلے شى، کوم خلق چې لا پېدا شوى نۀ دى د مالِک خُدائ ثناء دې ووائى.
په ټوله دُنيا کښې هر يو کس ستا عبادت کوى ستا حمدوثناء وائى او ستا د نوم ثناء صِفت کوى.“
خُدائ پاک به مونږ له برکت راکړى، او د دُنيا تر آخره ټول خلق به د هغۀ نه ويره وکړى.
د هغۀ جلالى نوم ته دې د تل دپاره ثناء صِفت وى، ټوله زمکه دې د هغۀ د جلال نه ډکه وى. آمين ثُمه آمين.
هغه به د سمندر نه تر سمندر پورې، او د فرات د سيند نه د زمکې تر آخره به حکومت کوى.
د خُدائ پاک په مقدس غر به هيڅ تباهى نۀ کيږى او نۀ به چا ته نقصان رسى، ځکه چې هغه مُلک به د مالِک خُدائ د عِلم نه داسې ډک وى لکه سمندرونه چې د اوبو نه ډک دى.
هغه څوک چې زما خپل خلق دى، کوم چې ما د دې دپاره پېدا کړى دى چې زما د جلال سبب جوړ شى.“
نو بيا به د نمرپرېواتۀ په طرف خلق د مالِک خُدائ د نوم نه يريږى او نمرخاتۀ په طرف خلق به د هغۀ د نوم جلال بيانوى. ځکه چې هغه به د يو تېز سېلاب په شان په هغوئ راشى لکه چې د مالِک خُدائ باد راروان کړے وى.
مالِک خُدائ فرمائى، ”د هرې نوې مياشتې په راختو او د هر سبت په ورځ به ټول خلق ما له راځى او زما عبادت به کوى.
بيا به زۀ د خلقو خبرې پاکې کړم، چې هغوئ ټول د مالِک خُدائ نوم واخلى او اوږه په اوږه د هغۀ خِدمت وکړى.
مالِک خُدائ به په ټوله زمکه بادشاه وى، په هغه ورځ به صرف يو مالِک خُدائ وى، او صرف د هغۀ نوم به وى.
زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.
زما وروڼو او خوېندو، دا ځکه چې دلته يو پټ حقيقت دے او زۀ غواړم چې تاسو پرې پوهه شئ، د دې دپاره چې تاسو ځان بېځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، او هغه دا دے چې د بنى اِسرائيل يوه برخه به تر هغې سخته وى ترڅو چې غېريهوديانو پوره پوره په دې کښې داخل نۀ شى.
او د دې دپاره چې غېريهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېريهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“
نو بيا چې مونږ په مسيح اول ايمان راوړے وو نو د خُدائ پاک مقصد دا وو چې د هغۀ د ستائنې او جلال سبب شُو.
خو تاسو يو غوره کړے شوے نسل، د شاهى اِمامانو فرقه، مقدس قوم، او د خُدائ پاک خپل اُمت يئ، د دې دپاره چې تاسو د هغۀ لوئ کارونه بيان کړئ چا چې تاسو د تيارې نه خپلې عجيبه رڼا ته رابللى يئ.
بيا اوومې فرښتې خپل بيګل وغږولو او په آسمان کښې په زوره دا چغې شوې چې وئيل يې چې، ”د دُنيا د بادشاهۍ حق زمونږ د مالِک خُدائ او د هغۀ د مسيح دے او هغه به تل تر تله حکومت کوى.“
اے مالِکه څوک به يره ونۀ کړى او ستا د نوم لوئى به ونۀ کړى؟ ځکه چې يواځې تۀ پاک يې. ټول قومونه به راشى او ستا په وړاندې به عبادت وکړى ځکه چې ستا د صداقت کارونه ښکاره شوى دى.“
فرښتې هغه عالِم ارواح ته وغورزولو، بند يې کړو او مهر يې پرې ولګولو، د دې دپاره چې هغه بيا تر هغې قومونه دوکه نۀ کړى ترڅو چې زر کاله پوره شوى نۀ وى. د هغې نه پس به هغه بيا د لږ وخت دپاره آزاد کړے شى.