2 زما ژوندون وساته ځکه چې ما خپل ځان تا ته پېش کړے دے، هم تۀ زما خُدائ پاک يې خپل خِدمتګار دې بچ کړه چا چې په تا اعتماد کړے دے،
ما بچ کړه ځکه چې زۀ ستا يمه ما ستا د تعليماتو لټون کړے دے
ستا په بېحده مينه لرم ايمان، زۀ به خوشحالى کوم ځکه چې ستا د خلاصون منم احسان.
تۀ ما سره د خپلې نۀ ختمېدونکې مينې په وجه زما دشمنان خاموشه کړه، زما ټول دشمنان تباه کړه، ځکه چې زۀ ستا خِدمتګار يم.
اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان، پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.
زۀ يې يو پُراَمنه ځائ ته راوستم، ځکه چې هغه رانه خوشحال وو زۀ يې بچ کړم.
اے زما پاکه خُدايه، زۀ توکل کوم په تا. ما شرمنده کېدو نه بچ کړه، مۀ پرېږده چې دشمنان کامياب شى په ما.
اے مالِکه خُدايه، زۀ تا له د پناه دپاره راغلے يم، ما بچ کړه چې زۀ ونۀ شرمېږم. په خپل عدالت کښې دې ما له خلاصون راکړه.
خو اے مالِکه خُدايه په تا دے يقين زما، وايمه چې، ”هم تۀ خُدائ يې زما.“
مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله پرې نۀ ږدى نېکان، هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.
په دې باندې خبر شئ چې خپل خلق يې د خپل ځان دپاره د نورو خلقو نه جدا کړى دى، زما سوالونه قبلوى کله چې مالِک خُدائ ته ما کړى دى.
”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“
کۀ څوک زما خِدمت کوى هغه دې ما پسې راځى، او چرته چې زۀ يم هلته به زما خادِم هم وى. هر څوک چې زما خِدمت کوى، هغۀ له به زما پلار عزت ورکړى.
نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو.
نو دا د خُدائ پاک رضا ده چې په چا رحم کوى، او د چا زړونه سختوى.
هغه د خپلو وفادارو خلقو ژوند بچ کوى، خو بدعمله په تيارۀ کښې ورکيږى، سړے په خپل طاقت باندې نۀ بريالے کيږى.