17 ما ته نښه راوښايه ستا د ښۀوالى، نو چې زما دشمنان دا وګورى نو وبه شرميږى، ځکه چې اے مالِکه خُدايه، تا زما مدد وکړو. او ما له دې تسلى راکړه.
په ما اِلزام لګونکى دې په شرم پټ شى شرم کښې دې د چُوغې په شان پټ شى.
په صبر ما د مالِک خُدائ انتظار وکړو، او هغۀ زما فرياد واورېدو او ما ته يې پام وکړو.
مونږ نۀ معجزه وليده او نۀ راسره پېغمبر پاتې شو، او په مونږ کښې هيڅ څوک په دې نۀ پوهېدو چې دا حالت به کله ختم شى.
په هغه ورځ به تاسو وايئ، ”اے مالِکه خُدايه، زۀ ستا ثناء صِفت کوم. تۀ ما ته غصه وې، خو اوس ستا غصه سړه شوې ده او تۀ ما له تسلى راکوې.
او حزقياه تپوس کړے وو، ”کومه نښه به دا ثابته کړى چې زۀ به بيا د مالِک خُدائ کور ته لاړ شم؟“
نو تاسو دا سړے د هلاکت دپاره شېطان ته وسپارئ، نو د هغۀ ګناه ګار بدن به هلاک شى خو د هغۀ روح به د مالِک خُدائ د قيامت د راتلو په ورځ خلاصون بيا مومى.
جدعون جواب ورکړو، ”کۀ تۀ زما نه خوشحاله يې نو ما ته څۀ نښې وښايه چې تۀ په رښتيا مالِک خُدائ يې.