Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




زبور 85:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 اے مالِکه خُدايه، مونږ ته خپله ابدى مينه وښايه، مونږه له خپل خلاصون راکړه،

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




زبور 85:7
5 Iomraidhean Croise  

څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى. څوک چې هم په صحيح لار روان وى، نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“


زۀ به هغه په ډېر ژوند او عمر باندې موړ کړم، او زۀ به خپل خلاصون هغۀ ته وښايم.“


مالِک خُدائ فرمائى چې، تاسو د دې ځائ په حقله وايئ چې، دا ځائ خو د صحرا په شان دے چې په کښې نه انسان او نه ځناور شته. خو د يهوداه ښارونه او د يروشلم کوڅې خالى دى کومې چې په ميرو بدلې شوې چې نۀ په کښې انسان او نۀ په کښې ځناور شته، نو يو ځل بيا به هلته،


د خوشحالۍ او د خندا آوازونه واورېدلے شى او په کښې به د ناوې او د زلمى آوازونه واورېدلے شى، او د هغوئ آوازونه چې د مالِک خُدائ په کور کښې د شکرانې نذرانې پېش کوى، واورېدلے شى. او هغوئ به داسې وائى چې، د مالِک خُدائ ربُ الافواج شُکر ګزارى وکړئ، ځکه چې هغه ښۀ دے، د هغۀ مينه نۀ ختمېدونکې ده. مالِک خُدائ دا فرمائى چې، زۀ به دا مُلک د غلامۍ نه واپس راولم لکه څنګه چې وړاندې وو.


زۀ به په تاسو دا رحم وکړم چې هغه به درباندې مهربانه کړم، نو بيا به هغه تاسو ته په خپل مُلک کښې د پاتې کېدو اجازت درکړى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan